Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لوګر کې سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول

پل علم(پژواک، ٣ غويى ٩٨):د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې په خوښۍ ولسوالۍ کې يې شاوخوا اته سوه کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

د لوګر ولايت امنيه قوماندان سمونوال رحم خدا مُخلص د غويي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د خوښۍ ولسوالۍ په کافر درې سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونو ٧٩٠ کيلوګرامه چرس ترلاسه کړي چې پرمهال يې جګړه هم رامنځته شوې ده.

ده وويل چې په ياده جګړه کې د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي وژل شوي او يو عراده ډاډسن موټر يې نيول شوى دى.

هغه زياته کړه: ((دغه چرس يې په بوريو کې ځاى پرځاى کړي و چې زموږ پوليسو ونيول او مرکز پل علم ته يې انتقال کړل.))

قوماندان وايي چې دنشه يي توکو د قاچاق کوونکو، د ځمکو د غاصبينو او زورواکو پر وړاندې د مبارزې لپاره يې خپل پلانونه پراخ کړي دي.

په همدې اړه د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل چې لوګر د نشه يي توکو د قاچاق پر ترانزيټي لار بدله شوې ده چې بايد مخنيوى يې وشي.

هغه وايي: ((د مشرقي ولايتونو نشه يي توکي د لوګر له لارې نورو ولايتونو ته انتقالېږي چې بايد مخه يې ونيول شي.))

د يادونې ده چې د روان کال له پيله تر اوسه په لوګر ولايت کې شاوخوا ١٥٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.