Language

د ارغنداب سیند د محافظوي دېوال ځینې برخې ویجاړې شوې دي

کندهار (پژواک، ۴ غویی ۹۸): د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي چې د ارغنداب سیند استنادي دېوال په ټیټ کیفیت جوړ شوی او وروستیو ورښتونو یې ځینې برخې ویجاړې کړې دي.

د دغه دېوال ځینې برخې په داسې حال کې ویجاړې شوې او اوبو کرنیزې ځمکې لاندې کړې چې له جوړېدو یې دوه کاله هم نه پوره کېږي.

خو د دې ولسوالۍ یو شمېر نور اوسېدونکي او اړوند چارواکي بیا وايي چې د دېوال ځینې برخې د خلکو د بې غورۍ له امله ویجاړې شوي دي.

د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ یوه اوسېدونکي عبدالطیف صالحي پژواک خبري اژانس ته وویل، وروستیو ورښتونو د ارغنداب سیند د محافظوي دېوال لسګونه متره برخه ویجاړه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ د دلاور خان کلاچې تر سرکاري باغ پورې د پنځو کلیو تر زر جریبه ډېره ځمکه پرته ده چې د دېوال د ویجاړېدو له امله تر اوبو لاندې شوې ده.

دی وايي، په دې ساحه کې د دغه دېوال ۷۰ متره برخه ویجاړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د ارغنداب سیند دواړو غاړو ته د ۳۱ کیلومتره په اوږدوالي جوړ شوی دېوال په ناسم کیفیت جوړ شوی؛ ځکه خو ویجاړ شوی دی.

هغه زیاتوي، د دې ستونزې اړوند یې ولایتي ادارې ته عریضه کړې خو هغوی تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.

د دې ولسوالۍ د تابین سیمې اوسېدونکي حاجي نادر بیا پژواک خبري اژانس ته وویل چې ارغنداب سیند محافظوي دېوال د ټیټ کیفیت له امله نه، بلکې د خلکو د بې غورۍ له امله ویجاړ شوی دی.

دی زیاتوي، هغه خلک چې د ارغنداب سیند پر غاړه ځمکې لري، د خپلو ځمکو په امتداد یې سیند هم وېشلی دی.

ده وویل، کله چې په سیند کې اوبه نه وي، خلک د سیند له غاړو رېګ را وباسي او د تعمیراتي چارو لپاره یې پلوري.

د ده په خبره، دغه کار د یوه کاروبار بڼه خپله کړې او یو مزدا موټر رېګ په ۶زره افغانۍ پلورل کېږي.

login or register a new account.