منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ارغنداب سیند د محافظوي دېوال ځینې برخې ویجاړې شوې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۰۹ کتنې

کندهار (پژواک، ۴ غویی ۹۸): د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي چې د ارغنداب سیند استنادي دېوال په ټیټ کیفیت جوړ شوی او وروستیو ورښتونو یې ځینې برخې ویجاړې کړې دي.

د دغه دېوال ځینې برخې په داسې حال کې ویجاړې شوې او اوبو کرنیزې ځمکې لاندې کړې چې له جوړېدو یې دوه کاله هم نه پوره کېږي.

خو د دې ولسوالۍ یو شمېر نور اوسېدونکي او اړوند چارواکي بیا وايي چې د دېوال ځینې برخې د خلکو د بې غورۍ له امله ویجاړې شوي دي.

د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ یوه اوسېدونکي عبدالطیف صالحي پژواک خبري اژانس ته وویل، وروستیو ورښتونو د ارغنداب سیند د محافظوي دېوال لسګونه متره برخه ویجاړه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ د دلاور خان کلاچې تر سرکاري باغ پورې د پنځو کلیو تر زر جریبه ډېره ځمکه پرته ده چې د دېوال د ویجاړېدو له امله تر اوبو لاندې شوې ده.

دی وايي، په دې ساحه کې د دغه دېوال ۷۰ متره برخه ویجاړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د ارغنداب سیند دواړو غاړو ته د ۳۱ کیلومتره په اوږدوالي جوړ شوی دېوال په ناسم کیفیت جوړ شوی؛ ځکه خو ویجاړ شوی دی.

هغه زیاتوي، د دې ستونزې اړوند یې ولایتي ادارې ته عریضه کړې خو هغوی تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.

د دې ولسوالۍ د تابین سیمې اوسېدونکي حاجي نادر بیا پژواک خبري اژانس ته وویل چې ارغنداب سیند محافظوي دېوال د ټیټ کیفیت له امله نه، بلکې د خلکو د بې غورۍ له امله ویجاړ شوی دی.

دی زیاتوي، هغه خلک چې د ارغنداب سیند پر غاړه ځمکې لري، د خپلو ځمکو په امتداد یې سیند هم وېشلی دی.

ده وویل، کله چې په سیند کې اوبه نه وي، خلک د سیند له غاړو رېګ را وباسي او د تعمیراتي چارو لپاره یې پلوري.

د ده په خبره، دغه کار د یوه کاروبار بڼه خپله کړې او یو مزدا موټر رېګ په ۶زره افغانۍ پلورل کېږي.

دی وايي، محافظوي دېوال په اصل کې په هغو برخو کې ویجاړ شوی چې خلکو یې له بېخ څخه رېګ ایستلي او د هغه تهداب یې زیانمن کړی دی.

نوموړی له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې د خلکو د دغه کار مخنیوی وشي څو د دېوال د نور تخریب مخه ډپ شي.

د کندهار د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس انجنیر محمد نسیم ایوبي هم پژوک ته همدا خبره وکړه او ویې ویل چې یو له خوا له لویه سره د اقلیم د اوښتو له امله په ګڼو سیمو کې ورښتونو او سېلابونو زېربناوې ویجاړې کړې او زیانمنې کړې دي.

خو دی زیاتوي چې د ارغنداب سیند د محافظوي دېوال ځینې ساحې د ورښت له امله نه، بلکې د خلکو د بې غورۍ له امله نړېدلی.

ده وویل، کله چې سیند له اوبو ډک وي نو د دېوالونو بېخونو ته رېګ رسوب کوي، کله چې د سیند اوبه کمېږي خلک همدا رېګ را باسي او پلوري یې چې له امله یې د دېوال تهداب ته زیان اوړي.

د ده په خبره، له همدې امله د دغه دېوال په اوږدو کې په ځینو برخو کې له ۱۲ تر ۱۴ متره برخې ویجاړې شوې دي.

خو ده خبر ورکړ چې د دغه دېوال د نور تخریب د مخنیوي په موخه لاس په کار شوی او په نن او سبا کې به د ویجاړو شوو برخو د ترمیم چارې پیل کړي.

ایوبي د خلکو دا څرګندونې رد کړې چې ګواکې د دېوال په جوړېدو کې فساد شوی او په ټیټ کیفیت جوړ شوی.

د ده په خبره، خلک په دغسې څرګندونو هغه مسوولیت چې دوی ته راجع کېږي له ځان څخه اړوي.

نوموړی دغه راز یادونه وکړه چې له سیند څخه به د رېګو د وېستو د مخنیوي لپاره هم لازم اقدامات وکړي.

د یادونې ده چې د ارغنداب سیند دواړو خواوو ته د ۳۱ کيلو متره په اوږدوالي د محافظوي دېوال پروژه دوه کاله وړاندې د دریو کلونو په موده کې بشپړه شوه.

دغه پروژه د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت له خو پلې شوې چې ټولټال ۲۲،۳ ميليونه ډالره مالي لګښت پرې راغلي.

د دغه محافظوي دېوال په جوړېدو ډېرې ځمکې او باغونه د سېلاب له خطر څخه وژغورل شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه