ښرنه (پژواک، ٤ غویی ٩٨): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ سلګونه زده کوونکي اوس هم له ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو شخصي او دولتي ښوونځيو کې زده کړې کوي.
د دې ولسوالۍ خلک وايي، ماشومان يې ځکه هلته زده کړې کوي چې دلته ورته د زده کړو زمينه برابره شوې نه ده.
د برمل ولسوالۍ د کمال سرحدي ښوونځي ښوونکي محمد عمر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د برمل ولسوالۍ د باډر سيمې سلګونه زده کوونکي په د پاکستان تر کنټرول لاندې ښوونځيو کې زده کړې کوي.
هغه زياته کړه، دغه ماشومان ځکه د ډيورنډ پولې پورې غاړه زده کړو لپاره ځي چې دلته ورته د زده کړو زمينه نه ده برابره شوې.
د عمر په وينا، د برمل ولسوالۍ تر ۵۰۰ ماشومان د پاکستان تر کنټرول لاندې شخصي او دولتي ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي.
د باډر سيمې د احمدزي وزيرو يوه ځوان تاج محمد پژواک ته وويل چې افغان حکومت په برمل کې ښوونځي لري، خو په هغه معيار نه دي برابر چې خلک دې خپل ماشومان د زده کړو لپاره ور ولېږي.
د هغه په وينا، په باډر کې درې ښوونځي شته، د زده کوونکو شمېر يې سلګونو ته رسېږي، خو په تشکيل کې ورته دوه ښوونکي وي يا ښوونځي لومړني او يا هم منځني وي خو د دوی ماشومان په دوولسم صنف کې زده کړې کوي، دلته ورته په همدې شکل لېسه نه وي، نو ځکه د دوی سلګونه ماشومان له ډيورنډ کرښې پورې غاړه ځي.
تاج محمد زياتوي، که دلته په خپله سيمه کې ورته د زده کړو زمينه برابره شي، دوی چمتو دي چې په خپلو ماشومانو له کرښې دې غاړې زده کړې وکړي.
د برمل ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې يوه غړي ګل کريم پژواک ته وويل چې د دوی ماشومان د لېسو او نورو مناسبو امکاناتو د نشتوالي له امله له کرښې اوړي او د پاکستان تر لاندې سیمو ښوونځيو کې زده کړې کوي.
د هغه په وينا، حکومت دې په ياده سيمه کې لېسې جوړې کړي، مسلکي ښوونکي دې پر دندو وګوماري، تشکيل دې ورکړي، څو د دې سيمې اوسېدونکي خپل ماشومان په افغان ښوونځيو کې په زده کړو وګوماري.
فريد او عجب ګل دوه هغه زده کوونکي دي چې له کرښې ها خوا زده کړې کوي.
هغوى پژواک ته وويل چې دوی هره ورځ سهار اته بجې له کرښې اوړي او د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو ښوونځيو کې زده کړې کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP