ښرنه (پژواک، ٤ غویی ٩٨): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ سلګونه زده کوونکي اوس هم له ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو شخصي او دولتي ښوونځيو کې زده کړې کوي.
د دې ولسوالۍ خلک وايي، ماشومان يې ځکه هلته زده کړې کوي چې دلته ورته د زده کړو زمينه برابره شوې نه ده.
د برمل ولسوالۍ د کمال سرحدي ښوونځي ښوونکي محمد عمر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د برمل ولسوالۍ د باډر سيمې سلګونه زده کوونکي په د پاکستان تر کنټرول لاندې ښوونځيو کې زده کړې کوي.
هغه زياته کړه، دغه ماشومان ځکه د ډيورنډ پولې پورې غاړه زده کړو لپاره ځي چې دلته ورته د زده کړو زمينه نه ده برابره شوې.
د عمر په وينا، د برمل ولسوالۍ تر ۵۰۰ ماشومان د پاکستان تر کنټرول لاندې شخصي او دولتي ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي.
د باډر سيمې د احمدزي وزيرو يوه ځوان تاج محمد پژواک ته وويل چې افغان حکومت په برمل کې ښوونځي لري، خو په هغه معيار نه دي برابر چې خلک دې خپل ماشومان د زده کړو لپاره ور ولېږي.
د هغه په وينا، په باډر کې درې ښوونځي شته، د زده کوونکو شمېر يې سلګونو ته رسېږي، خو په تشکيل کې ورته دوه ښوونکي وي يا ښوونځي لومړني او يا هم منځني وي خو د دوی ماشومان په دوولسم صنف کې زده کړې کوي، دلته ورته په همدې شکل لېسه نه وي، نو ځکه د دوی سلګونه ماشومان له ډيورنډ کرښې پورې غاړه ځي.
تاج محمد زياتوي، که دلته په خپله سيمه کې ورته د زده کړو زمينه برابره شي، دوی چمتو دي چې په خپلو ماشومانو له کرښې دې غاړې زده کړې وکړي.
د برمل ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې يوه غړي ګل کريم پژواک ته وويل چې د دوی ماشومان د لېسو او نورو مناسبو امکاناتو د نشتوالي له امله له کرښې اوړي او د پاکستان تر لاندې سیمو ښوونځيو کې زده کړې کوي.
د هغه په وينا، حکومت دې په ياده سيمه کې لېسې جوړې کړي، مسلکي ښوونکي دې پر دندو وګوماري، تشکيل دې ورکړي، څو د دې سيمې اوسېدونکي خپل ماشومان په افغان ښوونځيو کې په زده کړو وګوماري.
فريد او عجب ګل دوه هغه زده کوونکي دي چې له کرښې ها خوا زده کړې کوي.
هغوى پژواک ته وويل چې دوی هره ورځ سهار اته بجې له کرښې اوړي او د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو ښوونځيو کې زده کړې کوي.
د هغوۍ په خبره چې د پاکستان په ښوونځيو کې په اردو ژبه تدريس کېږي، هر سهار د پاکستان ملي سرود ورته غږول کېږي، خو د افغانستان د ملي سرود په اړه معلومات نه لري.
دوى هم غوښتنه وکړه چې په خپله سيمه کې ورته تر لېسې کچې پورې امکانات برابر شي، دوى به په خپله خاوره کې زده کړې وکړي.
په ورته وخت کې د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق هم مني چې سلګونه افغان ماشومان له کرښې هاخوا د زده کړو لپاره ځي.
خو هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دغو ماشومانو د کورنۍ غړي له پولې پورې غاړې سوداګري لري او غواړي کوچنيان يې له زده کړو وروسته په کارونو کې ورسره مرسته وکړي.
شفق زياتوي چې برمل د پکتيکا له سرحدي ولسواليو ده او د پوهنې رياست تر ډېره کوښښ کوي، په سرحدي سيمو کې خپل خدمتونه پراخ او چټک کړي.
نوموړی وايي، د يادې ولسوالۍ زده کوونکو لپاره په روان کال کې يوه نمونوي لېسه جوړېږي چې معياري ودانۍ، منظمې درسي خونې، وړ چاپېريال، مسلکي ښوونکي او نورې اسانتياوې به ولري.
د هغه په وينا، له دې اسانتياوو سره به د برمل ماشومان او د زده کړو مینه وال نور اړ نه وي چې له پولې هغې غاړې ته زده کړې وکړي.
د یادونې ده، په برمل ولسوالۍ کې ټول اته ښوونځي فعال دي چې څلور یې کلونه پخوا د مخالفو وسله والو او بېلابېلو لاملونو له امله تر اوسه تړلي او په پاتې څلورو ښوونځیو کې شاوخوا ۲۰۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي.
د يادونې ده، د ننګرهار د مومند درې ولسوالۍ لسګونه زده کوونکي هم د ډيورنډ پولې پورې غاړه په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










