سرپل- چاریکار (پژواک، ۵ غویی ۹۸): په سرپل کې برېښنا، تالندې او تیز باران یوه نجلۍ مړه کړې او شپږ نور کسان یې ټپیان کړي، بلخوا په پروان پوهنتون کې د ډزو له امله یو محصل ټپي شوی دی.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرې ورځې راهيسې د دغه ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې تیز باران ورېږي چې په وشت کلي کې د برېښنا او تالندې لوېدو پېښه کې د رقیې په نوم یوه ۱۹ کلنه نجلۍ په بشپړ ډول سوځېدلې ده.
سرچينې دغه راز زیاته کړه چې د دې ولسوالۍ په ترخوخ کلي کې د یوې کوټې چت لوېدو له امله شپږ کسان چې ماشومان او ښځې په کې شامل دي، ژوبل شوي دي.
اماني زیاته کړه چې د والي له لارښوونې سره سم، له یادې کورنۍ سره د مرستې لپاره د پېښې ځای ته پلاوی استول شوی دی.
د یو بل راپور له مخې، په پروان پوهنتون کې د ډزو له امله یو محصل ټپی شوی دی.
د پېښې یو شمېر عیني شاهدانو پژواک ته وویل چې دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې د دغه پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصل پر ډزو بل محصل ټپي کړ.
په ورته مهال، د پروان سل بستریز ملکي روغتون رییس ډاکتر عبدالقاسم سنګين دغه روغتون ته د یوه ټپي محصل ور وړل تایید کړل.
ډاکټر سنګین زیاته کړه چې د محصل روغتیایي حالت د اندېښنې وړ نه دی.
د دې تر څنګ د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده په پروان پوهنتون کې پر ډزو د محصل ټپی کېدل ردوي او وايي چې د دوو محصلینو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته فزيکي نښته شوې چې په ترڅ کې یې یو محصل برسېرن ژوبل شوی دی.
د پروان یاد امنیتي مقام زیاتوي چې د پوهنتون په انګړ کې د وسلو لېږد او د وسله والو کسانو تګ راتګ په بشپړ ډول منع دی او د محصلینو ترمنځ د دې ډول نا دقیقه موضوعاتو انعکاس، پوښتنې او اندېښنې را ولاړې کړې او تحصیلي بهیر زیانمنوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن