کابل (پژواک، ٨ غويى ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې په ځانګړو عملياتو کې يې د فراه په بکواه ولسوالۍ کې سل زره کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او له منځه وړي دي.
له دې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو د ځانګړو ځوانونو او ایتلاف ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې سل زره کیلوګرامه مخدره توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.
سرچينې په دې اړه چې دغه توکي يې څه وخت نيولي، څه نه دي ويلي، خو زياته کړې چې د دې نشه يي توکو د قاچاق او لېږدولو کې وسله والو طالبانو لاس درلود.
خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP