پل علم (پژواک، ٩ غويی ٩٨): امنيتي ځواکونو د لوګر په ازره ولسوالۍ کې شپږ سوه بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړي دي.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي د غويي په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ افغان امنيتي ځواکونو د ازرې ولسوالۍ په باغک کلي کې د وسله والو طالبانو د وسلو پر درېيو زېرمو عمليات کړي دي.
ده وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٦٠٠ بورۍ چاودېدونکي توکي (امونيم نايټرېټ) ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه: ((امنيتي ځواکونو دغه چاودېدونکي توکي په سيمه کې له منځه وړي دي.))
لاروى زياتوي چې د دغو عملياتو پر مهال شل مېله وسلې ترلاسه شوې او پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
نوموړى زياتوي: ((دغه وسلې او چاودېدونکي توکي يې د تخريبي اعمالو ترسره کولو په موخه راوړي وو خو موخې ته له رسېدو وړاندې کشف او له منځه يووړل شول.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، وړمه شپه هم په ازره ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال طالبان وژل شوي وو او اووه نور ژوندي نيول شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP