Language

بغلان کې د یوه بل نوماند پلویانو د کابل- شمال لویه لار تړلې ده

پلخمري (پژواک، ۹ غویی ۹۸): له بغلانه د ولسي جرګې د يوه بل نوماند پلويانو د کابل- شمال لويه لار په يوه بله سيمه کې هم د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

له تېرو څلورو ورځو راهيسې د محبوب الله غفاري په نوم د يوه کانديد پلويانو د ټاکنو کمېسيون له لوري د دغه ولايت د وروستيو پايلو د اعلان په غبرګون د کابل- شمال لويه لار د پلخمري په ښار کې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

خو نن د يوه بل نوماند محمد ظريف ظريفي پلويانو بيا ياده لار د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافيکو پر مخ وتړله.

خپله محمد ظريف ظريفي پژواک ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون د شکايتونو له څېړلو پرته د دغه ولايت د ولسي جرګې وروستۍ پايلې اعلان کړې دي.

هغه وايي: ((موږ د خپل حق غوښتنې په موخه د کابل- شمال لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.))

نوموړى زياتوي، تر هغه چې د ټاکنو کمېسيون دوى ته قناعت ورکوونکى ځواب نه وي ورکړى، دوى خپلو مدني حرکتونو ته ادامه ورکوي.

دغه راز د  لاریون کوونکو له ډلې عبدالبصیر پژواک ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون د خلکو رايو ته درناوى نه دى کړى.

ده زياته کړه: ((موږ چې کوم شکايتونه کړي وو هغه نه دي څېړل شوي خو د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې چې موږ ته د منلو نه دي.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دوى ته سپيناوى وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.