پلخمري (پژواک، ۹ غویی ۹۸): له بغلانه د ولسي جرګې د يوه بل نوماند پلويانو د کابل- شمال لويه لار په يوه بله سيمه کې هم د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
له تېرو څلورو ورځو راهيسې د محبوب الله غفاري په نوم د يوه کانديد پلويانو د ټاکنو کمېسيون له لوري د دغه ولايت د وروستيو پايلو د اعلان په غبرګون د کابل- شمال لويه لار د پلخمري په ښار کې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
خو نن د يوه بل نوماند محمد ظريف ظريفي پلويانو بيا ياده لار د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافيکو پر مخ وتړله.
خپله محمد ظريف ظريفي پژواک ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون د شکايتونو له څېړلو پرته د دغه ولايت د ولسي جرګې وروستۍ پايلې اعلان کړې دي.
هغه وايي: ((موږ د خپل حق غوښتنې په موخه د کابل- شمال لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.))
نوموړى زياتوي، تر هغه چې د ټاکنو کمېسيون دوى ته قناعت ورکوونکى ځواب نه وي ورکړى، دوى خپلو مدني حرکتونو ته ادامه ورکوي.
دغه راز د لاریون کوونکو له ډلې عبدالبصیر پژواک ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون د خلکو رايو ته درناوى نه دى کړى.
ده زياته کړه: ((موږ چې کوم شکايتونه کړي وو هغه نه دي څېړل شوي خو د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې چې موږ ته د منلو نه دي.))
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دوى ته سپيناوى وکړي.
خو بل لور ته له بغلانه ولسي جرګې ته نوماند عبدالصمد پویا بیا دغه لاریونونه بې ګتې بولي.
پویا پژواک ته وويل: ((اوس لېست اعلان شوى، کمېسيون هم حق نه لري چې پر اعلان شوو وکيلانو بيا کتنه وکړي نو دغه لاريونونه بې ځايه دي.))
پويا له معترضو نوماندانو او پلويانو غوښتنه وکړه چې نور خپل وخت پر دغه شان لاريونونو ضايع نه کړي.
د يادونې ده، د کابل- شمال لويه لار د شمال نهه ولايتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









