کندهار (پژواک، ۱۲ غویی ۹۸): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۷ او په پنجوايي ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
د ښوونځیو د ودانیو د بنسټ اېښودنې په دغو مراسمو کې د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب، یو شمېر چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه د ټول هېواد په کچه د ۶ زره ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي چې له دې ډلې ۱۰۴ ودانۍ په کندهار کې جوړېږي.
هغه زیاته کړه، د دغو ودانیو له ډلې د ۷ د جوړولو چارې نن په ارغنداب ولسوالۍ کې پيل شوې چې سخته اړتیا ورته لیدل کېده.
د ده په خبره، دغه اووه ودانۍ د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې جوړېږي چې ۶ ودانیو ته یې بودیجه د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا برنامې له مخې او يوه ته یې بودیجه د ښار او کور جوړولو د وزارت له خوا ځانګړې شوې ده.
دی وايي، د اقرا برنامې له مخې پر جوړېدونکو ۶ ښوونځیو څه باندې ۲۶ میلیونه افغانۍ او پر پاتې یوه ښوونځي ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
ده وویل، د دغو ودانیو د جوړولو په وسیله د سیمې د اوسېدونکو لپاره ۳۴۱۰ کاري ورځې رامنځ ته کېږي چې هغوی به په کې کار کوي.
منیب یادونه وکړه چې د دغو ښوونځیو په جوړېدو سره به د دغې ولسوالۍ له ۲۶۰۰ تنو څخه ډېرو زده کوونکو ته د زده کړې غوره چاپېریال برابر شي چې د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې په کې په پام کې نیول شوې دي.
بل خوا د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سیمه کې هم د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د دغې ودانۍ پر جوړولو څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي د چې ولسي تړون د اقرا برنامې له لوري ورکول کېږي.
د دواړو ولسوالیو اوسېدونکي خوښي ښيي چې د اولادونو د ښوونې او روزنې په موخه ورته مجهزې ودانۍ جوړېږي.
د ارغنداب ولسوالۍ د تابین سیمې اوسېدونکي اسدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر خوشحاله دی چې د دې سیمې د اوسېدونکو د اولادونو لپاره پر یوه مهال د ۷ ښوونځيو د ودانیو جوړولو چارې پیلېږي.
login or register a new account.