منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار په دوو ولسوالیو کې د ۸ ښوونځيو د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۲ غویی ۹۸): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۷ او په پنجوايي ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

د ښوونځیو د ودانیو د بنسټ اېښودنې په دغو مراسمو کې د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب، یو شمېر چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه د ټول هېواد په کچه د ۶ زره ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي چې له دې ډلې ۱۰۴ ودانۍ په کندهار کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د دغو ودانیو له ډلې د ۷ د جوړولو چارې نن په ارغنداب ولسوالۍ کې پيل شوې چې سخته اړتیا ورته لیدل کېده.

د ده په خبره، دغه اووه ودانۍ د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې جوړېږي چې ۶ ودانیو ته یې بودیجه د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا برنامې له مخې او يوه ته یې بودیجه د ښار او کور جوړولو د وزارت له خوا ځانګړې شوې ده.

دی وايي، د اقرا برنامې له مخې پر جوړېدونکو ۶ ښوونځیو څه باندې ۲۶ میلیونه افغانۍ او پر پاتې یوه ښوونځي ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

ده وویل، د دغو ودانیو د جوړولو په وسیله د سیمې د اوسېدونکو لپاره ۳۴۱۰ کاري ورځې رامنځ ته کېږي چې هغوی به په کې کار کوي.

منیب یادونه وکړه چې د دغو ښوونځیو په جوړېدو سره به د دغې ولسوالۍ له ۲۶۰۰ تنو څخه ډېرو زده کوونکو ته د زده کړې غوره چاپېریال برابر شي چې د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې په کې په پام کې نیول شوې دي.

بل خوا د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سیمه کې هم د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د دغې ودانۍ پر جوړولو څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي د چې ولسي تړون د اقرا برنامې له لوري ورکول کېږي.

د دواړو ولسوالیو اوسېدونکي خوښي ښيي چې د اولادونو د ښوونې او روزنې په موخه ورته مجهزې ودانۍ جوړېږي.

د ارغنداب ولسوالۍ د تابین سیمې اوسېدونکي اسدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر خوشحاله دی چې د دې سیمې د اوسېدونکو د اولادونو لپاره پر یوه مهال د ۷ ښوونځيو د ودانیو جوړولو چارې پیلېږي.

دی وايي، له دې ګام سره به په دې ولسوالۍ کې له کمي او کیفي پلوه د پوهنې په بهیر کې مثبت بدلون راشي او زده کوونکي به د زده کړې ښه چاپېریال ولري.

د ده په خبره، د کلیو ټول اوسېدونکي دنده لري چې د ښوونځیو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد سیمې اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک اژانس ته وویل، د محمد الدین اغا په نوم د لومړني ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو سره به د دغه کلي د ماشومانو هغه ستونزې حل شي چې مخکې ورسره مخامخ وو.

دی وايي، د دغه ښوونځي زده کوونکو مخکې د درس ویلو لپاره سمه ودانۍ او ټولګي نه لرل.

په کندهار کې د ولسي تړون چارواکي وايي، د اقرا برنامې له مخې د دې ولایت لپاره د ۱۰۴ ښوونځيو د ودانیو جوړولو لپاره بودیجه منظور شوې ده.

چارواکي زیاتوي، سمدستي له دې ډلې د ۸۱ ښوونځیو د ودانیو جوړولو لپاره له مرکزه څه له پاسه ۳۲۳ میلیونه افغانۍ رالېږدول شوي او د پاتې نورو بودیجه به د اړوندو تخنیکي چارو له بشپړاوي وروسته را ولېږل شي.

د کندهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په دې سره به د ښوونځیو د ودانیو د کمښت ستونزه ۸۰ سلنه حل شي او زده کوونکو ته به سالم درسي چاپېریال برابر شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه