کندهار ، پل علم (پژواک، ۱۴ غویی ۹۸): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو تر منځ جګړه شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
جګړه تېره شپه ناوخته هغه مهال ونښته چې لسګونو وسله والو د دغې ولسوالۍ په بولک نیکه پر پوسته برید وکړ.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې جګړه کې چې څو ساعته یې دوام وکړ ۱۴ وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې په دې جګړه کې ۳ پولیس هم وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هوا له ګرمېدو سره یو ځل بیا په ولسواليو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو بریدونو زور اخیستی دی.
وړمه ورځ د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې هم د پولیسو او وسله والو تر منځ په نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
په دغه څو ساعته جګړه کې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي وو، دغه راز ۴ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي وو.
د يو بل خبر له مخې، په لوګر ولايت کې د افغان ځواکونو په عملياتو پنځه طالبان له يو شمير وسلو او چاوديدونکو توکو سره نيول شوي دي.
د لوګر دامنيه قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل، دغه وسله وال د شمشاد په نامه د عملياتو پر مهال د ولايت د مرکز اړوند پادخواب شانې په سيمه کې نيول شوي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP