کندهار (پژواک، ۱۷ غويی ۹۸): د خلکو له پرله پسې شکایتونو او کلونو انتظار وروسته هم د کندهار د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا کارونه چټک نه شول او په دې وروستیو کې يې يواځې ۱۵ مېګاواټه چمتو شوې ده.
د شوو قراردادونو له مخې، باید ډېر مخکې دغه پروژه بشپړه شوې وای او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې وای، خو داسې و نه شول.
په کندهار کې د لمریزې برېښنا د تولید د دوو پروژو کارونه په داسې حال کې ورو روان دي چې خلک د برېښنا د کمښت له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
همدا اوس چې د روژې میاشت پيل شوې او ګرمې هم ده، خلک هیڅ برېښنا نه لري.
د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا کمښت د کندهار د ټولو اوسېدونکو او په ځانګړې توګه د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.
نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.
د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال همدې لمریزې برېښنا ته په تمه دي څو هغوی نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.
دی وايي، په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاړه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.
خو نوموړی زیاتوي چې ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
دی غوښتنه کوي چې د دې پروژې چارې دې له شوو ژمنو سره سم چټکې او بشپړې شي.
د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي محمد اجمل پژواک خبري اژانس ته وویل د برېښنا نشتوالي یې پر ژوند بد اغېز کړی او کلونه وشول چې له دې ستونزې کړېږي.
دی غوښتنه کوی چې د حکومت دې پر اړوند کمپنیو فشار راوړي څو په کندهار کې د سولر پلانټونو د نصب او تولید چارې ګړندۍ کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP