کندهار (پژواک، ۱۷ غويی ۹۸): د خلکو له پرله پسې شکایتونو او کلونو انتظار وروسته هم د کندهار د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا کارونه چټک نه شول او په دې وروستیو کې يې يواځې ۱۵ مېګاواټه چمتو شوې ده.
د شوو قراردادونو له مخې، باید ډېر مخکې دغه پروژه بشپړه شوې وای او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې وای، خو داسې و نه شول.
په کندهار کې د لمریزې برېښنا د تولید د دوو پروژو کارونه په داسې حال کې ورو روان دي چې خلک د برېښنا د کمښت له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
همدا اوس چې د روژې میاشت پيل شوې او ګرمې هم ده، خلک هیڅ برېښنا نه لري.
د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا کمښت د کندهار د ټولو اوسېدونکو او په ځانګړې توګه د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.
نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.
د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال همدې لمریزې برېښنا ته په تمه دي څو هغوی نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.
دی وايي، په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاړه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.
خو نوموړی زیاتوي چې ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
دی غوښتنه کوي چې د دې پروژې چارې دې له شوو ژمنو سره سم چټکې او بشپړې شي.
د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي محمد اجمل پژواک خبري اژانس ته وویل د برېښنا نشتوالي یې پر ژوند بد اغېز کړی او کلونه وشول چې له دې ستونزې کړېږي.
دی غوښتنه کوی چې د حکومت دې پر اړوند کمپنیو فشار راوړي څو په کندهار کې د سولر پلانټونو د نصب او تولید چارې ګړندۍ کړي.
دی وايي، د هلمند له کجکي بند څخه کندهار ښار ته پر غځېدلې برېښنا هیڅ حساب نه کېږي ځکه کله د جګړو او کله هم د معمولي باد او توپان له امله مزي شلېدلي وي او بیا جوړول یې ورځې او اوونۍ وخت اخلي.
ده وویل داسې ښکاري لکه د برېښنا چارواکي او د سولرو او بېټریو د شرکتونو چلوونکي سره شریکان وي، ځکه چې کله هم هوا ډېره ګرمه شي نو برېښنا په قصدي توګه خرابه کړای شي، څو هغوی پر خلکو خپل توکي وپلوري.
د ده همدا څو ورځې مخکې کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي او تر او سه جوړ شوي نه دي.
د افغانستان د متشبثینو د عالي بورډ مشر هم وايي، دغه ۱۵ میګاواټه برېښنا د کندهار ستونزه نه شي هوارولی.
د دغه بورډ مشر رحیم الدین حاجي اغا هم پژواک ته وویل چې په کندهار کې د کافي برېښنا د نشتوالي له امله د دغه ولایت لسګونه صنعتي فابریکو خپل فعالیتونه بند کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، دا اوس زموږ ګڼې فابریکې د برېښنا د کمښت له امله په نوبت چلېږي، ځينې د شپې برېښنا لري او ځينې یې د ورځې لري چې دا د صنعت لپاره لویه ننګونه ده.
نوموړي زیاته کړه چې په کندهار کې د برېښنا کمښت یوه له جدي ستونزو څخه ده چې دولت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړه چې د کندهار ښار پراخوالي ته په کتو دغه ښار له پنځوس څخه پورته مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.
د کندهار حوزې د برېښنا رییس امان الله فاروقي، د دې ولایت لپاره د ۴۰ مېګاواټه سولر برېښنا د پروژو په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۱۵ مېګاواټه سولر برېښنا د پروژې چارې چې د ترکۍ ۷۷ کمپنۍ پر غاړه وې، په بشپړېدو دي او په نږدې ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.
خو ده یادونه وکړه چې د ۱۵ مېګاواټه برېښنا چارې چې د هندۍ ډایناسټي او ۱۰ مېګاواټه برېښنا چارې چې د زولارستان کمپنیو له خوا پر مخ وړل کېږي، چارې یې ډېرې ورو روانې دي او تر دې مهاله یې ایله ۳۰ یا ۴۰ سلنه کارونه مخ ته تللي دي.
دی وايي، پر اړوند کمپنیو یې فشار راوړی څو کارونه چټک کړي.
د یادونې ده چې دا مهال کندهار ته له کجکي بند څخه یوازې ۲۰ مېګاواټه برېښنا رسېږي چې په هیڅ توګه بسنه نه کوي.
خو هغه هم ډېر مهال د جګړو او نورو ستونزو له امله پرې کېږي چې بیرته رغول یې ورځې ورځې وخت اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې مخکې د هلمند له کجکي بند څخه کندهار او لښکرګاه ښارونو ته د برېښنا لېږد تر څو میاشتې ځنډ وروسته بېرته پیل شو خو لا د خلکو زړونو پرې ښه شوي نه وو چې همدا څو ورځې مخکې بیا برېښنا قطع شوې او خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
چارواکي وايي، په کجکي بند کې د برېښنا و دوېش یو ټرانسفارمر خراب شوی چې دا څو ورځې کار پرې روان دی او ژر به جوړ شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










