Language

په بلخ کې ١١ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

مزارشريف (پژواک، ۱۹ غويى ٩٨): د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې په خلم ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې ۱۱ ملي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل د غويي په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د بلخ د خلم ولسوالۍ او کندوز قلعه ذال ولسوالۍ ترمنځ د مارسوراخ په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي چې د قلعه ذال ولسوالۍ یوې ډلې طالبانو د شپې ناوخته د خلم ولسوالۍ پر یادې پوستې برید وکړ چې وروسته رامنځته شوې نښتې څو ساعته دوام درلود.

د عادل په خبره چې په یاده جګړه کې پنځو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د  بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي خو کره شمېره یې نه په ډاګه کوي.

د احمد خالد په نوم د خلم ولسوالۍ یوه اسېدونکي پژواک ته وویل چې د مارسوراخ په سیمه کې تېره شپه جګړه پیل شوه چې تر سهاره یې دوام درلود.

هغه زیاتوي چې یادې پوستې د خلم او قلعه ذال ولسوالیو ترمنځ جوړه شوې چې په خبره یې له کندوز څخه بلخ ته د طالبانو د ورتګ مخه یې نیولې وه.

نوموړي وویل چې یاده پوسته بېرته نن سهار د امنیتي خواکونو له خوا نیول شوې او طالبانو شاتګ کړی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.