مزارشريف (پژواک، ۱۹ غويى ٩٨): د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې په خلم ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې ۱۱ ملي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل د غويي په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د بلخ د خلم ولسوالۍ او کندوز قلعه ذال ولسوالۍ ترمنځ د مارسوراخ په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي چې د قلعه ذال ولسوالۍ یوې ډلې طالبانو د شپې ناوخته د خلم ولسوالۍ پر یادې پوستې برید وکړ چې وروسته رامنځته شوې نښتې څو ساعته دوام درلود.
د عادل په خبره چې په یاده جګړه کې پنځو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي خو کره شمېره یې نه په ډاګه کوي.
د احمد خالد په نوم د خلم ولسوالۍ یوه اسېدونکي پژواک ته وویل چې د مارسوراخ په سیمه کې تېره شپه جګړه پیل شوه چې تر سهاره یې دوام درلود.
هغه زیاتوي چې یادې پوستې د خلم او قلعه ذال ولسوالیو ترمنځ جوړه شوې چې په خبره یې له کندوز څخه بلخ ته د طالبانو د ورتګ مخه یې نیولې وه.
نوموړي وویل چې یاده پوسته بېرته نن سهار د امنیتي خواکونو له خوا نیول شوې او طالبانو شاتګ کړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










