Language

امريکا د افغان امنيتي ځواکونو بوديجه کموي

کابل (پژواک، ٢١ غويى ٩٨) : دامريکا دفاع وزارت ويلي چې د افغان امنيتي ځواکونو لپاره له ځانګړې بوديجې څخه غواړي شاوخوا ٦٠٠ ميليونه ډالره کمه کړي.

د يادونې ده چې د امريکا کانګرېس د ٢٠١٩ زېږديز کال په بوديجه کې ٤،٩ ميليارده ډالره د افغان ځواکونو لپاره ځانګړي کړي و.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، ددفاع وزارت سرچينو پرون په واشنګټن کې ويلي چې ٦٠٤ ميليونه ډالر له هغې بوديجې چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې، اخيستل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، دغه پيسې  دامريکا او مکسيکو پر ګډې پولې د جوړېدونکي دېوال بوديجې انتقال شوي دي.

يو بل امریکايي چارواکی ويلي، د دې پیسو بېلول له افغان امنیتي ځواکونو سره دامريکا د ژمنې ماتول نه دي. حقیقت کې د ځینو پروژو لګښت زموږ تر ارزونې کم و.

د هغه په خبره، دا لومړی ځل هم نه دی چې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو له پیسو ګټه اخلي.

خو دا ګام داسې مهال اخيستل کيږي چې امریکا له څو میاشتو راهیسې د دغه هېواد د تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوي او د دې خبرو شپږم پړاو هم د تېرې پنجشنبې په ورځ قطر کې پای ته ورسېد.

په افغانستان کې د ناټو پخوانى سلاکار شفیق همدم وايي چې دا د کابل او واشنګټن د ډيپلوماسۍ جدي کمزورتیا څرګندوي.

هغه په ټويټر کې ليکلي، د امنيتي ځواکونو بوديجه کمول دا څرګندوي چې د افغانستان حکومت په خپلو خارجي روابطو کې دومره کمزوری دی چې واشنګټن د افغانستان د ځواکونو لپاره پیسې په بل ځای کې مصرفوي.

د همدم له نظره، دا چې د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه لا هم سرپرستان اداره کوي، یوه اساسي ستونزه ده.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.