کندوز ښار(پژواک،٢١غويى ٩٨): د ٢١٧ پامير قول اردو مسوولين وايي چې په کندوز ولايت کې يې د طالبانو يو زندان مات کړى او لس ملکي وګړي يې ترې ژغورلي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غويي په ٢١مه د ٢١٧ پامير قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ په آق سراى کلي کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.
د سرچينې په حواله، له دغه زندان څخه لس ملکي وګړي چې په بېلابېلو تورونو د طالبانو له خوا نيول شوي وو، ازاد کړاى شوي دي.
دغه راز په چهاردرې ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې هم د يادې موضوع په تاييدولو سره پژواک ته وويل: ((د ملي اردو ځواکونه وړمه شپه دغې سيمې ته ورغلي وو، خو عمليات يې تېره شپه پر زندان ترسره کړي دي.))
هغه وايي چې د آق سراى سيمه له تېرو لسو کلونو راهيسې له طالبانو سره ده او په دغه سيمه کې خپل پوځي تمرينونه هم ترسره کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې چهاردره د کندوز ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کيږي.
login or register a new account.