کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۸) : ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې مېرمن الیس ویلز سره په ارګ کې وکتل.
له ارګ ځخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د ښې حکومتولې او خودکفایي ته د رسېدو په موخه د امریکا ملکي مرستو ته د بیا کتنې په اړه چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني په یوه لیک کې دامریکا ولسمشر ټرامپ ته وړاندیز کړی و، بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه ولسمشر غني او مېرمن ویلز د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو، د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو او پایلو او پر ټاکلي وخت د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو د ارزښت په اړه بحث وکړ. میرمن ویلز دغه راز اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم جلا لیدلې او پر یادو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
login or register a new account.