Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز او لوګر کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز ښار- پل علم (پژواک، ٢٢ غويی ٩٨): په کندوز او لوګر ولايتونو کې د خپل ماين په چاودنه او هوايي بريد کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندوز ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چهاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې چې په ترڅ کې يې پنځه کسان وژل شوي دي.

سرچينه وايي: ((دغه بوشکه يي ماين طالبانو د امنيتي سرتېرو لپاره ځاى پر ځاى کاوه چې خپله پر دوی چاودلى او په کې وژل شوي دي.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر هم طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې تېره شپه هوايي ځواکونو د خروار ولسوالۍ په مانمي سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه فيلډر موټر هوايي بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او وسلې او نور مهمات يې له منځه تللي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تېره ورځ په لوګر کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١١ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.