کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٨): د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرټ کېټس اندېښنه څرګنده کړې ده چې په بېړه له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو په وتلو سره به طالبان يو ځل بيا واک ته ورسېږي.
د امريکا د دفاع پخواني وزير دغه څرګندونې له سي بي سي ټلوېزيون سره په مرکه کړې او په ډاګه کړې يې ده چې له افغانستانه د امريکایي ځواکونو په وتلو سره به په دغه هېواد کې د ويتنام سناريو تکرار شي.
ګيټس زياته کړې، امريکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو تر ايستلو مخکې باید د افغان حکومت د ثبات په اړه ډاډ ورکړي.
نوموړي اندېښنه ښودلې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به د ښځو حقونه هم له ګواښ سره مخ شي.
د امریکا د دفاع دغه پخوانی وزیر پر داسې مهال له افغانستانه په ناڅاپي ډول د امريکايي سرتېرو پر وتلو اړه اندېښنه ښيي چې دغه هېواد له شاوخوا شپږو میاشتو راهيسې له طالبانو سره د افغان سولې په اړه خبرې پيل کړې دي.
د دغو خبرو يوه اساسي برخه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل دي چې تر دې مهاله لا کومه موافقه ورباندې نه ده شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر کال په خپلې کلنۍ وینا کې ویلي وو چې د سولې خبرو له پرمختګ سره به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي او د ترهګرۍ پر مخنیوي به تمرکز وکړي.
login or register a new account.