کابل (پژواک، ٢٣ غويى ٩٧): د امريکا متحدو ايالتونو لوړپوړي پلاوي په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له کمېشرانو سره د ولسمشريزو ټاکنو پر چمتووالي خبرې وکړې.
په کابل کې د امريکا سفارت له خوا د غويي په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پلاوي مشري د سوېلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنو چارو وزارت مرستيالې مېرمن اليس وېلز کوله.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان د ټاکنو کمېسيون کمېشرانو امريکايي پلاوي ته د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د چمتووالي په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، مېرمن ويلز پر رڼو او باور وړ ټاکنو د ټينګار ترڅنګ ټينګار وکړ، چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسې بايد ژر ترژره ترسره شي. .
هغې دغه راز زياته کړې چې د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو د ګومارنې او هغوى ته د روزنې ورکولو پروسه بايد هم ژر تر ژره بشپړه شي، څو ولسمشريزې ټاکنې پر وخت سره ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په مياشت ترسره شي، د دې ټاکنو لپاره د ١٨ کانديدانو ترمنځ به سيالي کېږي.
login or register a new account.