Language

یوناما په روژه کې د ملکي تلفاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده

کابل (پژواک، ٢٣ غويى ٩٨): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې (يوناما) د روژې په مبارکه مياشت کې د شخړو پر مهال د ملکي تلفاتو پر زياتېدو اندېښنه ښودلې ده.

په کابل کې د یوناما دفتر له خوا د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د طالبانو هغه بريدونه غندي چې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي.

يوناما د بېلګې په توګه د کابل د تېرې اوونۍ بريد ياد کړى چې په کابل کې پر يوې حکومتي موسسې وشو او په ترڅ کې يې ٦ ملکيان ووژل شول او ٢٨ نور ټپيان شوي وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وايي: ((له توپیر پرته په قصدي ډول پر ملکي کسانو برید په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی.))

هغه زياته کړې ، د کابل د تېرې اوونۍ بريد اصلي قربانیان عام افغانان وو. دغه برید په ښکاره او قصدي ډول پر یوې داسې پرمختیايي موسسې، له تاوتریخوالي ډک ترسره شوی برید دی چې ملکي کسان په کې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره هڅې کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، تردې وړاندې د روژې د میاشتې په درشل کې طالبانو د بغلان په امنیه قومندانۍ ځانمرګی برید وکړ، چې ډیر ملکي تلفات یې درلودل او په ټپیانو کې یې ښځې او ماشومان شامل وو.

سرچينې زياته کړې، دغه دوه بریدونه د ښارونو په ملکي میشتو سیمو کې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د هیواد په مختلفو سیمو کې د زیات شوي تاوتریخوالي پراخ رپوټونه ورکول کیږي، او ادعا کیږي، چې ددغو بریدونو درنه بیه ملکیان پرې کوي.

یوناما په فعالانه ډول د هغو ادعاوو پلټنه هم کوي چې ګواکې د نړیوالو ځواکونو له خوا د نشه یي توکو د تولید د مرکزونو پر وړاندې د راپور شوو هوايي عملیاتو له کبله په فراه او نیمروز ولایتونو کې ملکیانو ته تلفات اوښتي دي. دغو سیمو ته لاسرسی اسانه نه دی او دلته ګڼې عملیاتي ننګونې موجودې دي، چې د دغو عملیاتو په لړ کې ملکیانو ته د رسیدلي زیان څرنګوالی معلوم کړی شي.

یوناما به د امنیت شورا له خوا ورکړل شوی ماموریت ته په بې پرې ډول دوام ورکړي، چې ملکیانو ته د وراوښتونکي زیان څیړنه او ثبتول دي او پرملکیانو د جګړې د اغیزو د محدودولو او د شفافیت یا حساب ورکولو د پرمختیا لپاره د خپلو موندنو خپرول یې د کار یوه برخه ده.

یوناما، یوځل بیا د شخړې په ټولو اړخونو غږ کوي، چې د روژې په میاشت کې جګړه ودروي او دملکي وګړو د خوندیتوب په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

سرچينى د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخواږي څرګندوي او د وروستیو بریدونو له کبله اغیزمنو شویو کسانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوي.

login or register a new account.

Related Topics