Language

داوودزی د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي سره پر سوله غږېدلی

 

کابل (پژواک، ٢٤ غويى ٩٨): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس عمر داوودزي د جرمني له ځانګړي استازي سره د افغان سولې پر پروسې خبرې کړې دي.

داوودزى دوه ورځې مخکې د سولې په برخه کې د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع رامنځته کولو په هڅو کې لومړى جرمني ته تللى او بيا له هماغه ځايه هندوستان ته ځي.

نوموړي د غويي په ٢٤مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې په برلين کې يې د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي پوټزېل مارکوس سره وليدل.

هغه زياته کړې چې له نوموړي سره يې د افغان سولې پر پروسې او د سولې لويې مشورتې جرګې پر پايلو په تفصيل سره خبرې وکړې.

د داوودزي په وينا، د جرمني ځانګړي استازي په برياليتوب سره د لويې جرګې په پاى ته رسېدو مبارکي ورکړه او ژمنه يې وکړه چې دوى به د پخوا په څېر د افغان سولې پروسې ملاتړ ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.