Language

له بهره د چرګ غوښې واردېدو په بلخ کې د کورني چرګانو بازار خراب کړی

مزارشريف (پژواک، ۲۵ غويی ۹۸): په بلخ  ولايت کې د چرګانو فارم لرونکي وايي چې لا هم دغه ولايت ته په قاچاقي ډول د استهلاک شوو پاکستاني چرګانو غوښې واردېږي چې دغه کار د کورنيو فارمي چرګانو د صنعت د ودې مخه نيولې ده.

په ورته وخت کې په شمال زون کې د چرګانو د فارمونو اتحاديې مشر له حکومته غوښتنه کوي چې د چرګ غوښې له اړخه د ځان بسياينې په موخه بايد کور دننه د د چرګوړو د تولید فابريکې فعالې شي.

د بلخ د کرنې رييس بيا ډاډ ورکوي چې په قاچاقي ډول د پاکستاني چرګانو د وارداتو مخنيوي لپاره هڅې کوي.

د شمال زون په کچه په بلخ ولايت کې د چرګانو د ساتنې ٨٠٠ فارمونه فعاليت کوي.

په شمال کې د فارمونو اتحاديې مشر بشيراحمد مژده پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ټول فارمونه خودکفا نه دي، بلکې واړه يو ورځني چرګوړي له پاکستانه واردېږي او په دغو فارمونو کې له ساتنې او حاصل ته له رسېدو وروسته يې غوښه بازار ته عرضه کېږي.

نوموړي هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګني ژر به شمالي ولايتونه د چرګانو د غوښې له اړخه پر ځان بسيا شي.

مژده زياتوي، په ټوله کې افغانستان او په خاص ډول شمالي ولايتونه هغه مهال د چرګانو د غوښې له پلوه پر ځان بسیا کېدای شي چې کور دننه د چرګانو د چوچه کشۍ فابريکې فعاليت پيل کړي.

د هغه په خبره، په بلخ ولايت کې د چرګانو د ساتنې شاوخوا ۸۰۰ فارمونه فعاليت لري چې واړه چرګوړي ورته له پاکستانه واردېږي.

نوموړي وويل: ((له بده مرغه بايد ووايم چې په کور دننه د چوچه کشۍ له دستګاوو استفاده نه کېږي، شته فارمونه د پاکستاني يو ورځنيو چرګوړو تموېلېږي چې له همدې امله زموږ خپلې د چرګوړو د تولید دستګاوې فعاليت نه شي کولای.))

په بلخ کې د چرګانو د فارمونو اتحاديې مشر وايي چې د چرګانو د غوښې د پر ځان بسیاینې په اړه خلکو ته غلط معلومات ورکړل شوي دي.

د نوموړی په وينا، افغانستان ته واړه چرګوړي واردېږي او دلته بيا فارمونو کې له ساتنې وروسته بازار ته عرضه کېږي چې په وينا يې دغه چاره له پر ځان بسیاینې سره هېڅ مرسته نه شي کولای.

د هغه په خبره، دمګړۍ چې په افغانستان کې کوم فارمونه فعاليت کوي، دې ټولو ته واړه چرګوړي له پاکستان څخه واردېږي.

login or register a new account.