مزارشريف (پژواک، ۲۵ غويی ۹۸): په بلخ ولايت کې د چرګانو فارم لرونکي وايي چې لا هم دغه ولايت ته په قاچاقي ډول د استهلاک شوو پاکستاني چرګانو غوښې واردېږي چې دغه کار د کورنيو فارمي چرګانو د صنعت د ودې مخه نيولې ده.
په ورته وخت کې په شمال زون کې د چرګانو د فارمونو اتحاديې مشر له حکومته غوښتنه کوي چې د چرګ غوښې له اړخه د ځان بسياينې په موخه بايد کور دننه د د چرګوړو د تولید فابريکې فعالې شي.
د بلخ د کرنې رييس بيا ډاډ ورکوي چې په قاچاقي ډول د پاکستاني چرګانو د وارداتو مخنيوي لپاره هڅې کوي.
د شمال زون په کچه په بلخ ولايت کې د چرګانو د ساتنې ٨٠٠ فارمونه فعاليت کوي.
په شمال کې د فارمونو اتحاديې مشر بشيراحمد مژده پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ټول فارمونه خودکفا نه دي، بلکې واړه يو ورځني چرګوړي له پاکستانه واردېږي او په دغو فارمونو کې له ساتنې او حاصل ته له رسېدو وروسته يې غوښه بازار ته عرضه کېږي.
نوموړي هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګني ژر به شمالي ولايتونه د چرګانو د غوښې له اړخه پر ځان بسيا شي.
مژده زياتوي، په ټوله کې افغانستان او په خاص ډول شمالي ولايتونه هغه مهال د چرګانو د غوښې له پلوه پر ځان بسیا کېدای شي چې کور دننه د چرګانو د چوچه کشۍ فابريکې فعاليت پيل کړي.
د هغه په خبره، په بلخ ولايت کې د چرګانو د ساتنې شاوخوا ۸۰۰ فارمونه فعاليت لري چې واړه چرګوړي ورته له پاکستانه واردېږي.
نوموړي وويل: ((له بده مرغه بايد ووايم چې په کور دننه د چوچه کشۍ له دستګاوو استفاده نه کېږي، شته فارمونه د پاکستاني يو ورځنيو چرګوړو تموېلېږي چې له همدې امله زموږ خپلې د چرګوړو د تولید دستګاوې فعاليت نه شي کولای.))
په بلخ کې د چرګانو د فارمونو اتحاديې مشر وايي چې د چرګانو د غوښې د پر ځان بسیاینې په اړه خلکو ته غلط معلومات ورکړل شوي دي.
د نوموړی په وينا، افغانستان ته واړه چرګوړي واردېږي او دلته بيا فارمونو کې له ساتنې وروسته بازار ته عرضه کېږي چې په وينا يې دغه چاره له پر ځان بسیاینې سره هېڅ مرسته نه شي کولای.
د هغه په خبره، دمګړۍ چې په افغانستان کې کوم فارمونه فعاليت کوي، دې ټولو ته واړه چرګوړي له پاکستان څخه واردېږي.
هغه وايي چې په ټول افغانستان کې د چرګانو د نسلي توليد او چوچه کشۍ شاوخوا ۶۰ فابريکې موجودې دي خو په وينا يې چې د حکومت د نا پاملرنې له امله فعاليت نه شي پيلولای.
مژده زياتوي: ((څو ځلې د کرنې اوسني وزير ته ورغلو چې کور دننه د چرګانو د چوچه کشۍ فابريکو په فعالولو کې راسره مرسته وکړي خو د هغوی ځواب منفي و، نو کله چې ته خپله د چرګوړو د توليد فعاله فابريکه ونه لري، بيا د خودکفايۍ خبره په کوم ډاډ کوې؟))
نوموړی زياتوي چې د چرګ غوښې له اړخه هغه وخت واقعي پر ځان بسیاینې ته رسېدل ممکن دي چې په خبره يې داخلي توليدي فابريکې فعاليت پيل کړي.
هغه وويل چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۴۰ تر ۵۰ زرو پورې چرګوړي مزارشريف ته واردېږي.
د هغه په خبره، په يادو فارمونو کې د دغو چرګوړو له ساتنې او حاصل ته رسېدو وروسته يې غوښه بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو ته عرضه کېږي.
نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د چرګانو د توليد داخلي فابريکې فعالې کړي.
د هغه په خبره، يادو فابريکو ته ټولټال يو ميليون او دوه سوه او شل زره چرګان په کار دي چې که حکومت يې په اخيستلو کې مرسته وکړي؛ نو بيا به زموږ فارمونه له داخلي توليداتو حمايه کېږي.
دى وايي چې حکومت، سوداګر او حتی عامو خلکو د وارد شوو چرګانو لور ته ميل زيات شوی چې دې چارې د داخلي توليداتو مخه ډپ کړې ده.
نوموړی دغه راز له پاکستانه په قاچاقي ډول د استهلاک شوو چرګانو د غوښې واردول هم د کورنيو توليداتو د ودې پر وړاندې جدي خنډ ګڼي او له کرنې وزارته يې د مخنيوي غوښتنه لري.
رحمان الله په مزاشريف ښار کې د چرګانو د ساتنې يو فارم لري چې په خبره يې له ۲۵ تر ۳۰زره چرګان په کې ساتي او حاصل ته له رسېدو وروسته يې بازار ته عرضه کوي.
هغه زياتوي چې لس کاله وړاندې يې دغه کاروبار په ډېرو لږو پيسو پيل کړ خو په وينا يې چې اوس يې کار ډېر ښه شوی دی.
خو نوموړی اندېښمن دی چې افغانستان ته په قاچاقي لارو د پاکستاني چرګانو واردېدو يې کاروبار زيانمن کړی دی.
د هغه په خبره، حکومت له پاکستانه د يخچالي چرګانو پر واردېدو بنديز لګولی خو زياتوي چې لا هم د افغانستان او په ځانګړي ډول د مزارشريف بازارونو کې همدا غوښې دي چې راوړل کېږي او بازار يې نيولی دی.
نوموړي وويل: ((حکومت بايد ډېر کوشش وکړي چې د قاچاقي چرګانو واردېدو مخه ونيسي، که دا کار يې له وس پوره نه وي، بيا دې يې پرېږدي چې په قانوني ډول راشي، لږ تر لږه خو به يې بيې د خوار او غريبو خلکو لپاره ارزانې وي.))
هغه له خلکو دا غوښتنه هم کوي چې د بهرنيو چرګانو پر ځای دې د داخلي فارمونو چرګان وپېري.
نوموړی وايي چې په خپل فارم کې يې ۷ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره کړې ده.
رحمان الله وايي، جدي ستونزې يې د چرګانو د خوراکي توکو د قيمت لوړوالی او د چرګانو د واکسينونو د ناسم کيفيت درلودل دي چې دوی يې له حکومته د مخنيوي غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د بلخ د کرنې رييس محمد سالم ساعي هم تاييدوي چې د شمال زون او بلخ ولايت په ګډون د افغانستان نږدې ټولو زونونو ته پاکستاني چرګان په قاچاقي ډول واردېږي.
نوموړی وايي چې ياد چرګان په کارتنونو کې راځي چې په يخچالي غوښې مشهور دي چې خوړل يې د روغتيا لپاره ډېر زيان رسوي.
نوموړی وايي چې يو شمېر مافيايي کړۍ د يادو چرګانو په قاچاقي واردولو کې لاس لري.
د بلخ د کرنې رييس په وينا، دوی هڅه کوي چې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ په قاچاقي ډول د پاکستاني چرګانو د واردېدو مخه ونيسي.
ساعي د چرګانو لپاره د بې کيفيته واکسين په تړاو وويل چې د دوی له خوا توزيع شوي ټول واکسينونه او دوايانې له لوړ کيفيت څخه برخمنې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










