کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۹۸) : د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د یوې چاودنې له امله دوو امنیتي دولتي کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د غویي په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا درې نیمو بجو د کابل ښار د پنځمې حوزې اړونده د کمپنۍ په سیمه کې شوې وه.
هغه زیاته کړه، چې د چاودنې له امله یو دولتي امنیتي کارکوونکی وژل شوی او یوبل ټپي دی.
د نوموړي په وینا، پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې.
د احمد کمال په نامه یو عیني شاهد پژواک ته وویل، چې چاودنه د چهاردهي مارکیټ مخې ته پر یوه دولتي موټرشوې وه، چې ټوله په بشپړه توګه وسوځیدله.
طالبانو ددې چاودنې مسوولیت اخیستی او وایي چې دوه دولتي کسان یې وژلي دي.
login or register a new account.