Language

ګردېز کې نا امنيو او د وسله والو غلاوو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

ګردېز (پژواک، ٢٩ غويی ٩٨): د سوېل ختيځ زون د مرکز ګردېز اوسېدونکي شکايت کوي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په ښار او شاوخوا سيمو کې نا امني او وسله والې غلاوې ډېرې شوې او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

دوی وايي چې غله د خلکو کورونو ته اوړي او په لويو لارو کې له خلکو موټر، پيسې او نور توکي په زور اخلي.

د اړوندې موضوع په اړه د مرکز ګردېز ښار د بلند منزلو ښارګوټي کې د معاملاتو د لارښوونې د يوه دفتر مسوول د نوم نه خپرولو په شرط د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو غله د امنيتي ځواکونو په جامو کې دفتر ته ورغلي او د تومانچې په زور يې ترې پيسې اخيستې او موټر يې ترې بيولى دى.

دى وايي: ((ماخوستن ناوخته و، يو څو کسان راغلل، نظامي درېشۍ يې اغوستې وې، تومانچې يې را وباسلې، ويل يې د موټر کيلي راکړه، تلاشي کوو يې، بيا يې پيسې هم رانه واخيستې او فيلډر موټر يې رانه بوته.))

همدارنګه د ګردېز اړوند د رباط سيمې يو اوسېدونکى نورالله (مستعار نوم)  وايي چې ماښام مهال له بازاره کور ته روان و چې په لاره کې غلو ولوټه.

ده وويل: ((کور ته روان وم، درې، څلور کسان راته مخې ته شول، چړې يې را و ایستې، موبايلونه او پيسې يې رانه واخيستې.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري وايي، ياده چاره په منظم ډول پيل شوې چې امنيه قومانداني او د ګردېز ښار دويمې امنيتي حوزې ته څېرمه يو کور لوټل شوی او له خلکو موټر او موټرسايکل بيول شوي دي.

قادري د امنيې قوماندانۍ مسوولين پر فساد او بې کفايتي تورنوي او وايي د يادو ستونزو د مخنيوي لپاره بايد په پوليسو کې بنسټيز بدلون راشي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((دا پېښې په تدريجي ډول او د ډېر منظم پلان مطابق شروع شوې دي، د ښار په منځ او د امنيې قومانداني او د حوزې په سل مترۍ کې دا کارونه کېږي. موږ مرکز ته هم ويلي، که دا کار ژر کنټرول نه شي او په پوليسو کې اساسي تغييرات رانه شي، دا ستونزه به لا زياته شي.))

په ورته وخت کې مدني فعال سيد جمال الدين اصف خېل وويل، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوولين د جنايي پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلي او زياتوي چې د تېرو څو ورځو ورته پېښو خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

اصف خېل ټينګار کوي، امنيتي او کشفي ارګانونه بايد د يادو پېښو د مخنيوي لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي.

دی وايي: ((په ګردېز ښار کې وسله وال غله ډېر زيات شوي دي، تقريباً په يوه اوونۍ کې تر لسو پورې داسې پېښې لرو چې له ځينو کسانو يې موټر بيولي، د ځينو خلکو کورونو ته ورغلي، ځينې خلک يې په لارو کې درولي او پيسې يې ترې اخيستې دي.))

login or register a new account.