منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ګردېز کې نا امنيو او د وسله والو غلاوو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

ګردېز (پژواک، ٢٩ غويی ٩٨): د سوېل ختيځ زون د مرکز ګردېز اوسېدونکي شکايت کوي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په ښار او شاوخوا سيمو کې نا امني او وسله والې غلاوې ډېرې شوې او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

دوی وايي چې غله د خلکو کورونو ته اوړي او په لويو لارو کې له خلکو موټر، پيسې او نور توکي په زور اخلي.

د اړوندې موضوع په اړه د مرکز ګردېز ښار د بلند منزلو ښارګوټي کې د معاملاتو د لارښوونې د يوه دفتر مسوول د نوم نه خپرولو په شرط د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو غله د امنيتي ځواکونو په جامو کې دفتر ته ورغلي او د تومانچې په زور يې ترې پيسې اخيستې او موټر يې ترې بيولى دى.

دى وايي: ((ماخوستن ناوخته و، يو څو کسان راغلل، نظامي درېشۍ يې اغوستې وې، تومانچې يې را وباسلې، ويل يې د موټر کيلي راکړه، تلاشي کوو يې، بيا يې پيسې هم رانه واخيستې او فيلډر موټر يې رانه بوته.))

همدارنګه د ګردېز اړوند د رباط سيمې يو اوسېدونکى نورالله (مستعار نوم)  وايي چې ماښام مهال له بازاره کور ته روان و چې په لاره کې غلو ولوټه.

ده وويل: ((کور ته روان وم، درې، څلور کسان راته مخې ته شول، چړې يې را و ایستې، موبايلونه او پيسې يې رانه واخيستې.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري وايي، ياده چاره په منظم ډول پيل شوې چې امنيه قومانداني او د ګردېز ښار دويمې امنيتي حوزې ته څېرمه يو کور لوټل شوی او له خلکو موټر او موټرسايکل بيول شوي دي.

قادري د امنيې قوماندانۍ مسوولين پر فساد او بې کفايتي تورنوي او وايي د يادو ستونزو د مخنيوي لپاره بايد په پوليسو کې بنسټيز بدلون راشي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((دا پېښې په تدريجي ډول او د ډېر منظم پلان مطابق شروع شوې دي، د ښار په منځ او د امنيې قومانداني او د حوزې په سل مترۍ کې دا کارونه کېږي. موږ مرکز ته هم ويلي، که دا کار ژر کنټرول نه شي او په پوليسو کې اساسي تغييرات رانه شي، دا ستونزه به لا زياته شي.))

په ورته وخت کې مدني فعال سيد جمال الدين اصف خېل وويل، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوولين د جنايي پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلي او زياتوي چې د تېرو څو ورځو ورته پېښو خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

اصف خېل ټينګار کوي، امنيتي او کشفي ارګانونه بايد د يادو پېښو د مخنيوي لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي.

دی وايي: ((په ګردېز ښار کې وسله وال غله ډېر زيات شوي دي، تقريباً په يوه اوونۍ کې تر لسو پورې داسې پېښې لرو چې له ځينو کسانو يې موټر بيولي، د ځينو خلکو کورونو ته ورغلي، ځينې خلک يې په لارو کې درولي او پيسې يې ترې اخيستې دي.))

همدارنګه د تحليل دفتر مشر داوود تپان نه يوازې د ګردېز ښار، بلکې د ښار د شاوخوا سيمو او د ګردېز او ولسواليو ترمنځ د لويو لارو نا امني هم جدي بولي او وايي چې د خلکو د امنيت د تامين لپاره بايد ټول اړوند ارګانونه په کلکه همغږي کار او له مرکز څخه د اړتياوو پوره کولو جدي غوښتنې وکړي.

تپان وايي: ((امنيتي تدابير بايد قوي شي، کومو ځايونو کې چې اړتيا وي، پوستې ايجاد شي، محلي ځواکونه تقويه شي، وسلې او نور امکانات ورته ورسيږي او ولس سره د لا باور فضا ايجاد شي.))

بل لور ته د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله هوتک هم مني چې په وروستيو شاوخوا دوو اوونيو کې په ښار او شاوخوا سيمو کې جنايي پېښې زياتې شوې، خو ټينګار کوي چې د مخنيوي لپاره يې ځيني اقدامات هم کړي دي.

هوتک پژواک ته وويل چې د يادو پېښو د مخنيوي لپاره يې د ورځې په موټرسايکلونو دوه کسيزه سپرلي او د شپې له خوا په مکمل ډول په موټرسايکلونو ګرځېدل منع کړي او له خلکو غواړي چې د شکمنو کسانو د ليدو پر مهال دوی ته خبر ورکړي.

نوموړی وايي: ((د ګردېز ښار لپاره مو منظم امنيتي تدابيري پلانونه جوړ کړي چې د شپې، ورځې ګزمې او چِک پاينټونه دي. تېره ورځ مو هم د دويمې حوزې ساحه کې يو غل نيولی دی. د ګردېز ښاريانو ته ډاډ ورکوو چې د هغوی په ډاډ به د حالت ښه کېدو ته کار کوو.))

د يادونې ده، په تېرو دوو اوونيو کې امنيه قومانداني او دويمې حوزې ته څېرمه په بلند منزلو ښارګوټي کې د شپې له خوا د يو کور او په لارو کې د خلکو د لوټل کېدو سربېره د ګردېز اړوند په شېخانو، باغشاه، نيستي کوټ او ځينو نورو سيمو کې هم وسله والې غلاوې ترسره شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه