Language

په کندهار ښار کې د هدفي وژنو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

کندهار (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸): په کندهار کې هدفي وژنې په بې سارې توګه ډېرې شوي چې د خلکو اندېښنې یې پارولې دي.

خلک وايي، که څه هم په کندهار کې تل هدفي وژنې کېږي خو د روژې په میاشت کې يې تر بل هر وخت زور اخیستی دی.

د دغو پېښو په اړه خلک په داسې حال کې جدي اندېښنه ښيي چې همدا نن هم په کندهار ښار کې د هدفي وژنې یوه پېښه شوې چې یوه تن په کې ژوند له لاسه ورکړی او بل تن ټپي شوی دی.

د کندهار ښار د میرویس مېنې اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، هره ورځ کندهار ښار کمه تر کمه له ۲ تر ۳ هدفي وژنو شاهد وي چې په خلکو کې یې وېره خپره کړې ده.

هغه زیاته کړه، په کندهار کې هدفي وژنې له ډېره وخته دوام لري خو د هوا په ګرمېدو او په ځانګړې توګه د روژې میاشتې له پيل کېدو سره په دغو پېښو کې ډېروالی راغلی دی.

نوموړی په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو د جدي هڅو او اقداماتو غوښتنه کوی او وايي په دې برخه کې ډېر مسوولیت کشفي ارګانونو ته راجع کېږي.

د کندهار ښار د چوڼۍ سیمې اوسېدونکي عبدالباري هم پژواک ته وویل، د ناامنۍ تر بلې هرې پېښې هدفي وژنې په خلکو کې ډېره وېره خپروي.

د ده په خبره، د دغو پېښو ډېرېدا ښيي چې امنیتي ځواکونه یې په کابو کولو کې پاتې راغلي دي.

دی هم وايي چې امنیتي ځواکونه باید د هدفي وژنو او ورته وسله والو بریدونو مخنیوی وکړي او امنیتي تدابیر سخت کړي.

دی وايي، هیڅوک هم د تګ راتګ پر مهال ځانونه خوندي نه احساسوي، دغسې پېښې ټول ژوند اغېزمن کوي.

د عبدالجبار په نوم د کندهار ښار بل اوسېدونکی هم ورته اندېښنه ښيي او وايي، دغو پېښو ته په کتو چې کله هم له کوره وځي، نو د کورنۍ غړي تر هغه ورپسې پرېشانه وي چې بېرته راستېږي.

نوموړی هم غوښتنه کوي چې امنیتي ځواکونه دې له کشفي ارګانونو سره په ګډه د دغو پېښو پر مخنیوي کار وکړي او بېلابېل امنیتي تدابیر دې ونیسي.

login or register a new account.