کندهار (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸): په کندهار کې هدفي وژنې په بې سارې توګه ډېرې شوي چې د خلکو اندېښنې یې پارولې دي.
خلک وايي، که څه هم په کندهار کې تل هدفي وژنې کېږي خو د روژې په میاشت کې يې تر بل هر وخت زور اخیستی دی.
د دغو پېښو په اړه خلک په داسې حال کې جدي اندېښنه ښيي چې همدا نن هم په کندهار ښار کې د هدفي وژنې یوه پېښه شوې چې یوه تن په کې ژوند له لاسه ورکړی او بل تن ټپي شوی دی.
د کندهار ښار د میرویس مېنې اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، هره ورځ کندهار ښار کمه تر کمه له ۲ تر ۳ هدفي وژنو شاهد وي چې په خلکو کې یې وېره خپره کړې ده.
هغه زیاته کړه، په کندهار کې هدفي وژنې له ډېره وخته دوام لري خو د هوا په ګرمېدو او په ځانګړې توګه د روژې میاشتې له پيل کېدو سره په دغو پېښو کې ډېروالی راغلی دی.
نوموړی په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو د جدي هڅو او اقداماتو غوښتنه کوی او وايي په دې برخه کې ډېر مسوولیت کشفي ارګانونو ته راجع کېږي.
د کندهار ښار د چوڼۍ سیمې اوسېدونکي عبدالباري هم پژواک ته وویل، د ناامنۍ تر بلې هرې پېښې هدفي وژنې په خلکو کې ډېره وېره خپروي.
د ده په خبره، د دغو پېښو ډېرېدا ښيي چې امنیتي ځواکونه یې په کابو کولو کې پاتې راغلي دي.
دی هم وايي چې امنیتي ځواکونه باید د هدفي وژنو او ورته وسله والو بریدونو مخنیوی وکړي او امنیتي تدابیر سخت کړي.
دی وايي، هیڅوک هم د تګ راتګ پر مهال ځانونه خوندي نه احساسوي، دغسې پېښې ټول ژوند اغېزمن کوي.
د عبدالجبار په نوم د کندهار ښار بل اوسېدونکی هم ورته اندېښنه ښيي او وايي، دغو پېښو ته په کتو چې کله هم له کوره وځي، نو د کورنۍ غړي تر هغه ورپسې پرېشانه وي چې بېرته راستېږي.
نوموړی هم غوښتنه کوي چې امنیتي ځواکونه دې له کشفي ارګانونو سره په ګډه د دغو پېښو پر مخنیوي کار وکړي او بېلابېل امنیتي تدابیر دې ونیسي.
ده د بېلګې په توګه یادونه وکړه چې امنیتي ځواکونه دې هر چا ته د وسلې ګرځولو اجازه نه ورکوي، د نامسوولو وسله والو ډلو مخنیوی دې وکړي.
د ده د معلوماتو له مخې، دغسې پېښې د خپلمنځيو رقابتونو او اختلافاتو له امله هم دي خو د ډېرو پېښو مسوولیت وسله وال طالبان هم اخلي.
د پولیسو یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، هره ورځ په کندهار ښار کې کم له کمه دوه یا درې هدفي وژنې کېږي چې تر ډېره په کې پولیس افسران او سرتېري په نښه کېږي.
د سرچینې په خبره، که څه هم امنیتي ځواکونه او کشفي ارګانونه وخت په وخت د ډېرو دغسې پېښو عاملین نیولي یا یې د پېښو پر مهال وژلي خو دغه لړۍ لا هم روانه ده.
په دې لړ کې دوه ورځې وړاندې پولیسو په کندهار ښار کې درې تنه هدفي بریدګر هغه مهال په نښه او ووژل چې پر پولیسو یې برید وکړ.
په دې اړه هغه مهال د قوماندانۍ ویاند جمال بارکزي پژواک ته ویلي و چې ماخوستن یوولس بجې د کندهار ښار د لسمې امنیتي حوزې په ساحه کې د پولیسو پر ګزمه برید وشو چې پر مهال یې یو بریدګر ووژل شو او بل وتښتېد.
هغه زیاته کړه، تښتېدلی بریدګر د دوولسمې امنیتي حوزې په ساحه کې د پولیسو پر ډزو ووژل شو.
دغه راز نوموړي یادونه وکړه چې له دغې پېښې څو ساعته وروسته د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د کابل شاه په سیمه کې هم یو غلچکي بریدګر له پولیسو سره په مقابله کې ووژل شو.
دی وايي، دغه بریدګر هغه مهال ووژل شو چې پر پولیسو یې ډزې وکړې.
په دې لړ کې همدا نن هم په کندهار ښار کې د هدفي وژنې یوه پېښه شوې چې یوه تن په کې ژوند له لاسه ورکړی او بل تن ټپي شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، نن غرمه د کندهار ښار د ۲یمې امنیتي حوزې اړوند په هرات بازار کې وسله والو موټرسایکل سپرو پر دوو تنو ډزې وکړې چې یو ووژل شو او بل تن ټپي شو.
سرچینې زیاتوي، وژل شوی تن عبدالحکیم او ټپي شوی تن عبدالسلام نومېږي چې تر دې مهاله یې د دندې او کار په اړه معلومات نشته.
و مو غوښتل په دې اړه د ولایت مقام او امنیتي چارواکو نظر واخلو، خو له بار بار اړیکو نیولو سره سره و نه توانېدو او څوک حاضر نه شول چې په دې اړه معلومات وړاندې کړي.
د یادونې ده چې د هوا له ګرمېدو سره په کندهار ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي نو بل خوا په ولسوالیو کې بیا د شپې له پلوه پر امنیتي پوستو د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي.
که څه هم په کندهار ښار کې د هدفي وژنو د قربانیانو کره شمېره معلومه نه ده، خو په تېرو څو کلونو کې په کندهار ښار کې سلګونه قومي مخور، دیني عالمان، مدني فعالان، پولیس افسران، سرتېري او نور عام وګړي په نښه او وژل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










