کندهار (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۸): امنیتي ځواکونو د کندهار- خاکرېز لار چې له تېر یونیم کال راهیسې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوې وه، د خلکو پر مخ پرانیسته.
د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو د کندهار- خاکرېز لار له تېر یو نیم کال راهیسې د ماینونو په وسیله تړلې وه.
هغه زیاته کړه، دغه لار د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې پرانیستل شوه چې شاوخوا یوه میاشت وخت يې ونيوه .
دی وايي، د لارې له خلاصېدو سره سم د دغې ولسوالۍ مرکز ته د امنیتي ځواکونو یو اکمالاتي کاروان هم رسېدلی دی.
د ده په خبره، د لارې په اوږدو کې یې د خلکو د امنیت او خوندي تګ راتګ په موخه امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي او له دې وروسته خلک کولای شي پر دغه لاره تګ راتګ وکړي.
امنیتي ځواکونه داسې مهال د دغې لارې د پرانیستل کېدو خبر ورکوي چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو په دې وروستیو کې د لارې د خلاصون په موخه په وار وار اعتراضونه وکړل.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې دغې ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې د بندېدو له امله سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ وو.
د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکی حاجي محی الدین وايي، د لارې د بندېدو له امله دواړو طرفونو ته په سلګونو کسان چې ښځې، ماشومان او ناروغان هم په کې شامل وو، بند پاتې وو او د تګ راتګ اجازه یې نه لرله.
دی زیاتوي، عمومي لاره وسله والو طالبانو تړلې وه او پر فرعي لارو بیا پولیسو د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.
د ده په خبره، که لار خلاصه شوې نه وای نو د دې ولسوالۍ اوسېدونکي به له قحطۍ او لوږې سره مخ شوي وو.
د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي نور احمد هم د لارې په پرانیستل کېدو خوښي وښودله او ویې ویل چې د وسله والو د فشار او ګواښونو له امله یو شمېر کورنیو ان کندهار ښار ته پناه راوړې وه.
دی له ولایتي ادارې او امنیتي چارواکو غوښتنه کوي چې د دغې لارې د خوندیتوب او امنیت لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي او اجازه دې نه ورکوي چې بیاځلې د وسله والو په ولکه کې راشي.
login or register a new account.