منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

امنیتي ځواکونو له یونیم کال وروسته د کندهار- خاکرېز لار پرانیسته

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۸): امنیتي ځواکونو د کندهار- خاکرېز لار چې له تېر یونیم کال راهیسې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوې وه، د خلکو پر مخ پرانیسته.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو د کندهار- خاکرېز لار له تېر یو نیم کال راهیسې د ماینونو په وسیله تړلې وه.

هغه زیاته کړه، دغه لار د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې پرانیستل شوه چې شاوخوا یوه میاشت وخت يې ونيوه .

دی وايي، د لارې له خلاصېدو سره سم د دغې ولسوالۍ مرکز ته د امنیتي ځواکونو یو اکمالاتي کاروان هم رسېدلی دی.

د ده په خبره، د لارې په اوږدو کې یې د خلکو د امنیت او خوندي تګ راتګ په موخه امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي او له دې وروسته خلک کولای شي پر دغه لاره تګ راتګ وکړي.

امنیتي ځواکونه داسې مهال د دغې لارې د پرانیستل کېدو خبر ورکوي چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو په دې وروستیو کې د لارې د خلاصون په موخه په وار وار اعتراضونه وکړل.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې دغې ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې د بندېدو له امله سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ وو.

د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکی حاجي محی الدین وايي، د لارې د بندېدو له امله دواړو طرفونو ته په سلګونو کسان چې ښځې، ماشومان او ناروغان هم په کې شامل وو، بند پاتې وو او د تګ راتګ اجازه یې نه لرله.

دی زیاتوي، عمومي لاره وسله والو طالبانو تړلې وه او پر فرعي لارو بیا پولیسو د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.

د ده په خبره، که لار خلاصه شوې نه وای نو د دې ولسوالۍ اوسېدونکي به له قحطۍ او لوږې سره مخ شوي وو.

د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي نور احمد هم د لارې په پرانیستل کېدو خوښي وښودله او ویې ویل چې د وسله والو د فشار او ګواښونو له امله یو شمېر کورنیو ان کندهار ښار ته پناه راوړې وه.

دی له ولایتي ادارې او امنیتي چارواکو غوښتنه کوي چې د دغې لارې د خوندیتوب او امنیت لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي او اجازه دې نه ورکوي چې بیاځلې د وسله والو په ولکه کې راشي.

وسله والو طالبانو په داسې حال کې د کندهار- خاکرېز لاره تړلې وه چې په دې او نږدې نورو شمالي ولسوالیو کې یې په خپلو بریدونو کې ډېروالی راوستلی وو.

طالبانو ویلي وو چې د کندهار- خاکرېز ولسوالۍ لار یې د عام تګ راتګ لپاره نه، بلکې د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه تړلې وه.

خاکرېز ولسوالۍ د کندهار ښار شمال ته د ۶۰ کیلومتره په واټن پرته ده چې په ځینو ساحو کې یې وسله وال طالبان فعالیت لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه