Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عطامحمد نور: د اختر په مناسبت دې طالبان او حکومت اوربند وکړي

کابل (پژواک ٧ غبرګولى ٩٨): د جمعيت اسلامي ګوند اجرايوي مشر د دې ترڅنګ چې هيله يې وښوده چې د جګړې دواړو لوري دې داختر په مناسبت اوربند وکړي، وايي چې که افغانان يو بل ته په ګډه لاس ورکړي، هيڅ بهرنى په افغانستان کې نه شي اوسېدلى.

نوموړي دغه خبرې نن په مسکو کې د افغانستان او روسيې د ديپلوماتيکو اړيکو د سلمې کاليزې په مناسبت جوړ شوې غونډې ته وکړې.

ده وويل: "موږ هيڅ يوه داسې نه يو چې قرباني مو نه ده ورکړې، شهيد مو نه دى ورکړى، ټپيان مو نه دي ورکړي او ژوبل شوي نه يو، خو راځئ د اسلام په پيل کې د خوارجو له جنګه چې زرګونه مسلمانان په کې ووژل شول، عبرت واخلو، راځئ د خپل ټوپک خوله د خپل مسلمان ورور څخه لرې کړو، البته دا خبره مې د جګړو دواړو لورو (امنيتي ځواکونو او طالبانو) ته ده."

هغه زياته کړه، افغانستان له حده زيات زيات ژوبل شوى، اقتصاد يې پاشل شوى، داسې کورنۍ نشته چې يو تابوت نه وي ورغلى، داسې ښار نشته چې د انتحار او انفجار او د غوښو ټوتې نه وي ور رسېدلي.

دى وايي: "که موږ يو بل په غېږ کې ونيسو، هيڅ بهرنى به په افغانستان کې حضور ونه لري او يا هم د شتون بهانه او يا د حضور توان ولري. مونږ هيڅ وخت په خارجي ستيزۍ کې له نورو کمى نه درلود او دا مو په ٤٠ کلنه مبارزه کې تثبيت کړې، خو هېواد او هېوادوال راته ګران دي، نو راځئ چې لږ شاته شو، له کاذب غرور څخه تېر شو، د سولې زمينه په هېواد کې برابره کړو."

ده طالبانو ته په خطاب کې وويل: "باور وکړئ د طالبانو د تحريک غړو! چې اکثريت د تاسو پېژنم او له ځينو سره دوستي هم لرو، که زموږ او تاسو زړه په وطن ونه سوځېږي او هېواد له دې اور او وينې ونه ژغورو، له موږ زيات مهربان څوک نشته."

د هغه په وينا، راځئ له تېر څخه تېر شو او تجربه ترې واخلو، يو بل په غېږ کې ونيسو، که په دې فکر کې يو چې امريکا وځي، ودې وځي او بيا به چريکي جګړې وکړو او له کوم هېواده مرسته وغواړو او افغانستان د جګړو په مختلفو حوز په ملوکي الطوايفي بدل شي، دا سم نه دى؛ که دوستان فکر وکړي چې امريکا ته مو شکست ورکړ او فاتحانه هېواد ته ننوځي، فکر کوم دا يو هم سم نه دى او عملي هم نه دى."

نوموړي له طالبانو او حکومت دواړو هيله وښوده چې د اختر د را رسېدو په مناسبت اوربند اعلان کړي، په قطر کې د دوحيې ناسته دې جوړه شي او هم دې په مستقيم ډول بين الافغاني ناسته ترسره شي.

د ده په خبره، اوسنۍ غونډه دې تشريفاتي نه وي، بلکې لاسته راوړنې دې ولري او هم دې تر تېرې غونډې قوي اعلاميه صادره کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.