کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٨) ولسمشر اشرف غني د کابل د چاودنې د غندلو ترڅنګ ويلي چې ترهګرو روژه په خوله هېوادوالو سره خپله دښمني په ډاګه کړه.
نن تر غرمې وروسته د کابل ښار دارالامان پر سړک د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کارکوونکو پر موټر چاودنه وشوه چې له امله يې ٥ تنه ووژل شول او تر ١٠ زيات ټپيان شوي دي.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دا وحشیانه برید د اسلامي ارزښتونو خلاف بشري جنایت وبللى ویلي، ترهګرې ډلې حتی د روژې مبارکه میاشت کې هم خپل نامشروع جنګ ته ادامه ورکړه او د روژتي او بې ګناه هېوادوالو له وژلو یې لاس وانخیست.
ولسمشر په ټینګار سره وویل، ترهګر د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جنګ پرځای پر ملکي وګړو بریدونه کوي او په خپلو دغو پلیتو کړنو، له ملکي وګړو سره خپله دښمني ښیي.
جمهوررئیس غني ددې غمجنې پېښې دقربانیانو کورنیو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون سره د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته د قربانيانو کورنیو ته د رسیدګي او د ټپیانو د درملنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن