Language

د خوست دوبيان: د پخوا پر څېر مو د کاروبار خونده نشته

خوست ښار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۸): د خوست ښار يو شمېر دوبيان يا کالي مينځونکي وايي چې د لونګۍ د پر سر کولو دود په کمېدو سره د دوی کاروبار هم خراب شوی دى.

دغه دوبيان وايي، پخوا د لونګۍ پر سر کول ډېر عام وو، نو ځکه يې کاروبار هم ډېر ښه پر مخ روان و.

د هغوی په وينا، پخوا چا دومره وس نه درلود چې هر اختر ته نوی پټکی يا لونګۍ واخلي، نو د دې لپاره چې خپله زړه لونګۍ يې په اختر کې نوې او ښکلې ښکاره شي، دوی ته به يې د مينځلو لپاره ور وړې.

خو هغوی وايي، دا چې په دې وروستيو کلونو کې د لونګۍ استعمال څه ناڅه کم شوی، ورسره يې د دوبيانو پر کاروبار هم منفي اغېز کړی دی.

۵۵ کلن نادرګل د دغه ولايت د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکی او يو له دغو دوبيانو دی چې د خوست ښار په سوېلي څنډه کې سپين جومات ته څېرمه په يوه زاړه او کوچني دوکان کې يې دوبي خانه جوړه کړې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، شاوخوا ۳۵ کاله کېږي چې د دوبي ګري کوي او هغه مهال يې دغه کار ته مخه کړه چې په پاکستان يې کې يې د کډوالۍ شپې او ورځې تېرولې.

نادرګل چې د يو پټکي په وتو کولو بوخت و، زياته کړه چې که څه هم د تېرو اخترونو په پرتله يې سږ کال د کاروبار هومره مزه نشته، خو بيا هم په اوسط ډول د ورځې ۵ يا ۶ لونګۍ مينځي او وتو کوي.

د ده په وينا چې د هر پټکي يا لونګۍ مينځلو پر سر تقريباً درې سوه پاکستانۍ کلدارې اخلي.

دی وايي: «د حامد کرزي په وخت کې او له هغه وړاندې زموږ کاروبار ډېر ښه و، دېرش پنځه ويشت جوړه جامې او دوولس ديارلس جوړه به مو لونګۍ مينځلې. مخکې به يواځې د سپوږمۍ هوټل نه هره ورځ اووه او اته لونګۍ راتلې، خو اوس يوه يا دوې راځي، ولې چې د لونګيو په سرول کم شوي دي.»

دغه راز ۵۹ کلن محمد حسين د دغه ولايت يو اوسېدونکی دی چې د خوست ښار مرکزي چوک ته څېرمه د يعقوبيو اډې جومات تر څنګ په يوه کوچنۍ غرفه کې دوبي خانه لري.

هغه چې له خپل يو زوی سره لمر ته د لونګۍ پر هوارولو لګيا و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې مخکې به د سپين ږيرو تر څنګ ځوانانو هم لونګۍ پر سر کولې، خو وايي دغه فرهنګ اوس کم شوی دی.

محمد حسين وايي: «اوس د لونګۍ پر سر کول کم شوي، پخوا بېخي ډېر و، مخکې به د روژې پنځلسم نه زموږ کار شروع شو د اختر شپې پورې، بېخي به نه وزګارېدو د شپې او ورځې به مو کار کاوه او روژه به مو هم همدلته ماتوله او دوه يا درې مزدوران به مو نيول، اوس يې هغه مزه نشته.»

login or register a new account.