خوست ښار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۸): د خوست ښار يو شمېر دوبيان يا کالي مينځونکي وايي چې د لونګۍ د پر سر کولو دود په کمېدو سره د دوی کاروبار هم خراب شوی دى.
دغه دوبيان وايي، پخوا د لونګۍ پر سر کول ډېر عام وو، نو ځکه يې کاروبار هم ډېر ښه پر مخ روان و.
د هغوی په وينا، پخوا چا دومره وس نه درلود چې هر اختر ته نوی پټکی يا لونګۍ واخلي، نو د دې لپاره چې خپله زړه لونګۍ يې په اختر کې نوې او ښکلې ښکاره شي، دوی ته به يې د مينځلو لپاره ور وړې.
خو هغوی وايي، دا چې په دې وروستيو کلونو کې د لونګۍ استعمال څه ناڅه کم شوی، ورسره يې د دوبيانو پر کاروبار هم منفي اغېز کړی دی.
۵۵ کلن نادرګل د دغه ولايت د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکی او يو له دغو دوبيانو دی چې د خوست ښار په سوېلي څنډه کې سپين جومات ته څېرمه په يوه زاړه او کوچني دوکان کې يې دوبي خانه جوړه کړې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، شاوخوا ۳۵ کاله کېږي چې د دوبي ګري کوي او هغه مهال يې دغه کار ته مخه کړه چې په پاکستان يې کې يې د کډوالۍ شپې او ورځې تېرولې.
نادرګل چې د يو پټکي په وتو کولو بوخت و، زياته کړه چې که څه هم د تېرو اخترونو په پرتله يې سږ کال د کاروبار هومره مزه نشته، خو بيا هم په اوسط ډول د ورځې ۵ يا ۶ لونګۍ مينځي او وتو کوي.
د ده په وينا چې د هر پټکي يا لونګۍ مينځلو پر سر تقريباً درې سوه پاکستانۍ کلدارې اخلي.
دی وايي: «د حامد کرزي په وخت کې او له هغه وړاندې زموږ کاروبار ډېر ښه و، دېرش پنځه ويشت جوړه جامې او دوولس ديارلس جوړه به مو لونګۍ مينځلې. مخکې به يواځې د سپوږمۍ هوټل نه هره ورځ اووه او اته لونګۍ راتلې، خو اوس يوه يا دوې راځي، ولې چې د لونګيو په سرول کم شوي دي.»
دغه راز ۵۹ کلن محمد حسين د دغه ولايت يو اوسېدونکی دی چې د خوست ښار مرکزي چوک ته څېرمه د يعقوبيو اډې جومات تر څنګ په يوه کوچنۍ غرفه کې دوبي خانه لري.
هغه چې له خپل يو زوی سره لمر ته د لونګۍ پر هوارولو لګيا و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې مخکې به د سپين ږيرو تر څنګ ځوانانو هم لونګۍ پر سر کولې، خو وايي دغه فرهنګ اوس کم شوی دی.
محمد حسين وايي: «اوس د لونګۍ پر سر کول کم شوي، پخوا بېخي ډېر و، مخکې به د روژې پنځلسم نه زموږ کار شروع شو د اختر شپې پورې، بېخي به نه وزګارېدو د شپې او ورځې به مو کار کاوه او روژه به مو هم همدلته ماتوله او دوه يا درې مزدوران به مو نيول، اوس يې هغه مزه نشته.»
محمد حسين زياتوي چې د دوبي کار دومره ګران نه دی، خو وايي چې دلته د پټکي يا لونګۍ په مينځلو کې د اوبو تر څنګ له نورو ځانګړو توکو هم کار اخيستل کېږي.
هغه زياته کړه: «په لومړي سر کې موږ لونګۍ په سوډا يا په پټرولو کې مينځو، بيا په ګرمو اوبو کې د مايا په نوم د لرګي يو ډول سرېښ ورکوو، بيا يې د څو دقيقو لپاره لمر ته اچوو او هغه وخت کې يې اوتو کوو چې نه ډېره وچه وي نه ډېره لمده.»
د خوست ښار دغه دوبيان وايي، دوی اوس د لونګۍ په وتو کولو کې د لرګيو له سکرو کار اخلي، کوم چې ورته ډېر قيمته تمامېږي او په وينا يې که په وخت سره دغه ولايت ته وارداتي برېښنا انتقال شي، نو ورسره به د دوی کاروبار هم يو څه ښه شي.
په همدې حال کې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين بيا د دوبيانو دا خبره تر ډېره پر ځای نه بولي چې ګني د لونګۍ پر سر کولو فرهنګ دې کم شوی وي.
هغوی زياتوي چې دوی د پټکي يا لونګۍ فرهنګ د ژوندي ساتلو لپاره د عامه پوهاوي بېلابېل پروګرامونه لري چې ښه بېلګه يې په فرهنګي غونډو او ناستو کې مېلمنو ته د ډالۍ په توګه د لونګۍ ور پر سر کول دي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد انور زاهد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: «زما په نظر د لونګۍ پر سر کول اوس هم په هماغه ډول دي، خو خبره دا ده چې اوس د خلکو اقتصاد د پخوا په پرتله ښه دی او هغه څوک چې لونګۍ پر سر کوي دومره وس لري چې اختر ته نوې لونګۍ واخلي او پاتې شوه د مينځلو خبره يې، اوس زمانه عصري شوه، هر څوک په کور کې دومره وسايل لري چې خپلې جامې په ځانګړي ډول لونګۍ پرېمينځي.»
پټکی يا لونګۍ چې د افغانانو په ځانګړي ډول د پښتنو يو ارزښت لرونکی فرهنګ ګڼل کېږي، د اخترونو او ښاديو تر څنګ يې خلک په تېره مشران او سپين ږيري په مهمو غونډو، جرګو، مرکو او ناستو کې هم پر سر کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








