Language

“که برمل کې لېسې جوړې شي زده کوونکي له کرښې هغه خوا زده کړو ته نه ځي”

ښرنه (پژواک ۱۷ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې که پوهنې رياست يې ماشومانو ته په افغان خاوره کې د زده کړو زمينه برابره کړي، دوی چمتو دي چې پاکستان ته د زده کړو لپاره تلونکي سلګونه افغان زده کوونکي را وګرځوي.

دا په داسې حال کې د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي پژواک سره دغه خبرې کوي، چې يوه مياشت وړاندې د پژواک موندنو وښوده چې د يادې ولسوالۍ تر ۶۰۰ زده کوونکي له فرضي کرښې هاخوا په پاکستانيو ښوونځيو کي په اردو ژبه زده کړې کوي او د هغه ځای شناختي کارتونه لري.

د برمل ولسوالۍ د کمال سرحدي ښوونځي ښوونکي کريم پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د يادې سيمې ټول قبايل په افغان خاوره کې د لېسو د نه شتون له امله خپل ماشومان پاکستانيو ښوونځيو ته د زده کړو لپاره لېږي.

ده زياته کړه، که د پوهنې رياست د برمل ولسوالۍ د باډر په سيمه کې يوه مجهزه لېسه چې په ټولو درسي توکو سمبال وي، ولري، د دې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي به همغه ورځ خپلو ماشومانو ته له کرښې اخوا د زده کړو اجازه ورنه کړي.

د باډر د بازار يو بل اوسېدونکی فريد وزیر وايي، دوه وروڼه يې له کرښې هاخوا په پاکستانيو ښوونځيو کې له دې امله زده کړې کوي چې په افغان خاوره کې ورته د زده کړو سيستم نه دى جوړ شوی.

د ده په خبره، ورور يې يوولسم ټولګي کې زده کړې کوي، خو په باډر کې داسې لېسه نشته چې هغه دې يوولسم ټولګی ولري او نه هم ورته د کال تر اخره زده کوونکو ته درسي کتابونه رسيږي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې د يادې ولسوالۍ ښوونځيو ته پاملرنه وکړي، د زده کړو زمينه دې ورته برابره کړي او دوی دې هم د پاکستان له مجبوريت څخه وژغوري.

يو زده کوونکی اکبر وايي چې په خپله خاوره کې ورته د زده کړو زمينه نه ده برابره، ځکه دوی له کرښې اوړي.

د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نسيم واجد پژواک ته وويل چې دوی په برمل ولسوالۍ کې څلور بند ښوونځي هم خلاص کړي او هڅه کوي په ياده سيمه کې د نورو لېسو ترڅنګ يوه نمونوي لېسه هم جوړه کړي.

د هغه په وينا، د پوهنې رياست سرحد ته ځانګړې پاملرنه لري او ورځ تر بلې به د خلکو يادې ستونزې هواروي.

ده زياته کړه، د کتابونو ستونزه يې له تېرو ۱۵ کلونو را هيسې شته او تر اوسه ورته په پوره شمېر کتابونه نه دي رسېدلي.

بايد وويل شي چې اوس هم د ۶۰۰ زده کوونکو په شاوخوا کې افغان ماشومان له کرښې هاخوا اوړي او په پاکستانيو ښوونځيو کې زده کړې کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.