Language

دين محمد: د سولې له شته فرصتونو دې ګټه پورته شي

کابل (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٨): د افغانستان د سولې او پرمختګ اسلامي حزب مشر او د سولې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دين محمد وايي چې د سولې له شته فرصتونو بايد په ښه توګه ګټه پورته کړاى شي.

نوموړي دغه څرګندونې په ننګرهار کې د حزب اسلامي له غړو، قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره د ليدنې پر مهال کړې دې.

د هغه د دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د سولې په پروسه کې د نوو پرمختګونو او د هېواد سیاسي حالاتو په اړه خبرې وشوې.

حاجي دين محمد وویل، د سولې پروسې پر وړاندې ستونزې شته، خو له شته فرصتونو باید په ښه ډول ګټه پورته شي چې ورور وژنه پای ومومي او افغانان سوله یيز ژوند ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي حزب د سولې پروسې ته ځکه لومړيتوب ورکوي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې په راتلو سره به د ټاکنو پروسې په ګډون ټولې ملي پروسې په بریاليتوب سره ترسره شي او هېڅوک به ترې شکایت ونه لري.

هغه له ټولو افغانانو وغوښتل چې د سولې په تړاو کېدونکو غونډو په اړه دې مثبت نظر ولري چې دا ملي پروسه بریالۍ شي، هېواد به د پرمختګ پر لور ګړندي ګامونه پرته کړي او افغانان به ارام، سوکاله او باعزته ژوند ولري.

د غونډې نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې د سولې له روانو هلو ځلو ملاتړ وښود، له دولت نه يې وغوښتل چې د نورو موضوعاتو په نسبت دې سولې پروسې ته لومړيتوب ورکړي چې ټول افغانان تر یو چتر لاندې راټول شي، خپل منځي ستونزې حل کړي او هېواد کې تلپاتې سوله راشي.

login or register a new account.