ښرنه (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا يو شمېر خبريالان وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خلاف حکومتي مسوولين له دوی سره معلومات نه شريکوي چې له امله يې د راپور جوړولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له مخې، ټول حکومتي مسوولين اړ دي چې له محرمو اطلاعاتو پرته نور ټول معلومات په ټاکل شوي وخت کې له خبريال سره شريک کړي.
خو د پکتيکا خبريالانو د غبرګولي په ٢١مه په مرکز ښرنه کې د حکومتي چارواکو له لوري د معلوماتو د نه شريکولو په غبرګون کې غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې کې سيمه ييز خبريال جمال الدين الهام وويل چې په مرکز او ولسوالیو کې د ملکي او نظامي ادارو مسوولین د راپور جوړولو پر مهال معلومات نه شریکوي او په یوه او بله بهانه ځانونه تېر باسي.
هغه زیاتوي چې د دغه ولایت چارواکي د خپلو نیمګړتیاوو، ستونزو او فساد پټولو په موخه نه غواړي له خبريالانو سره معلومات شريک کړي چې دا يوه لويه ستونزه ده.
ده زياته کړه: ((که حالات همدغه شان دوام وکړي نو موږ نشو کولاى د پکتيکا ريښتنى تصوير خلکو ته وړاندې کړو.))
دغه راز د اشنا راډيو خبريال عبدالمالک شفق وويل چې په ډېرو ولسواليو کې ولسوالانو او امنيه قوماندانو ته له رسنيو سره د خبرو کولو واک هم نه دى ورکړل شوى.
دى وايي: ((له سيمه ييزو چارواکو سره ښه معلومات وي، خو موږ سره خبرې نه کوي او وايي چې اجازه نه لري.))
همدارنګه د مېلمه راډیو د خبري څانګې مسوول مدیر جميل غیرت هم له یادې ستونزې سرټکوي او زیاتوي چې دوی تر ډېره د ورځني او نورو راپورونو د جوړولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کيږي.
غيرت زياتوي: ((ډېر وخت چارواکي معلومات نه ورکوي او کله هم د معلوماتو په ورکولو کې دومره ځنډ کوي چې بيا د هغه راپور د نشر وخت تېر شوى وي.))
يادو او يو شمېر نورو خبريالانو ويل چې دغه ستونزه يې څو ځلې د ولايت له چارواکو سره شريکه کړې خو تر اوسه نه ده حل شوې.
بل لور ته د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور رییس امان الله خپلواک هم د خبریالانو دغه ستونزې مني او وايي چې په دغه ولایت کې تر ډېره د امنیتي او قضايي ادارو مسوولین خبريالانو ته معلومات نه ورکوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP