ښرنه (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا يو شمېر خبريالان وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خلاف حکومتي مسوولين له دوی سره معلومات نه شريکوي چې له امله يې د راپور جوړولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له مخې، ټول حکومتي مسوولين اړ دي چې له محرمو اطلاعاتو پرته نور ټول معلومات په ټاکل شوي وخت کې له خبريال سره شريک کړي.
خو د پکتيکا خبريالانو د غبرګولي په ٢١مه په مرکز ښرنه کې د حکومتي چارواکو له لوري د معلوماتو د نه شريکولو په غبرګون کې غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې کې سيمه ييز خبريال جمال الدين الهام وويل چې په مرکز او ولسوالیو کې د ملکي او نظامي ادارو مسوولین د راپور جوړولو پر مهال معلومات نه شریکوي او په یوه او بله بهانه ځانونه تېر باسي.
هغه زیاتوي چې د دغه ولایت چارواکي د خپلو نیمګړتیاوو، ستونزو او فساد پټولو په موخه نه غواړي له خبريالانو سره معلومات شريک کړي چې دا يوه لويه ستونزه ده.
ده زياته کړه: ((که حالات همدغه شان دوام وکړي نو موږ نشو کولاى د پکتيکا ريښتنى تصوير خلکو ته وړاندې کړو.))
دغه راز د اشنا راډيو خبريال عبدالمالک شفق وويل چې په ډېرو ولسواليو کې ولسوالانو او امنيه قوماندانو ته له رسنيو سره د خبرو کولو واک هم نه دى ورکړل شوى.
دى وايي: ((له سيمه ييزو چارواکو سره ښه معلومات وي، خو موږ سره خبرې نه کوي او وايي چې اجازه نه لري.))
همدارنګه د مېلمه راډیو د خبري څانګې مسوول مدیر جميل غیرت هم له یادې ستونزې سرټکوي او زیاتوي چې دوی تر ډېره د ورځني او نورو راپورونو د جوړولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کيږي.
غيرت زياتوي: ((ډېر وخت چارواکي معلومات نه ورکوي او کله هم د معلوماتو په ورکولو کې دومره ځنډ کوي چې بيا د هغه راپور د نشر وخت تېر شوى وي.))
يادو او يو شمېر نورو خبريالانو ويل چې دغه ستونزه يې څو ځلې د ولايت له چارواکو سره شريکه کړې خو تر اوسه نه ده حل شوې.
بل لور ته د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور رییس امان الله خپلواک هم د خبریالانو دغه ستونزې مني او وايي چې په دغه ولایت کې تر ډېره د امنیتي او قضايي ادارو مسوولین خبريالانو ته معلومات نه ورکوي.
ده وويل چې دغه ستونزه به يو ځل بيا د ملکي او نظامي ادارو له چارواکو سره شریک کړي څو ژورنالېستان د هر اړخیزو راپورونو جوړولو پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.
همدرانګه د پکتیکا مرستیال والي شېرباد شاه اورګونی هم د خبریالانو یاده ستونزه مني، خو زیاتوي چې په دې وروستیو کې د پکتیکا ولایت مقام ویاند خوست ته بدل شوی او د اوس لپاره ویاند نه لري چې له امله یې خبریالان نه شي کولای پر وخت معلومات ترلاسه کړي.
اورګونی زیاتوي چې هڅې یې روانې دي، تر څو په نږدې راتلونکي کې نوی کس پر دنده وګوماري څو پر وخت ژورنالېستانو ته معلومات ورکړي.
دغه راز د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارین پژواک ته وويل چې دوی له رسنيو سره هغه وخت معلومات شريکوي چي دقيق شي او هڅه کوي رسنيو ته پر وخت معلومات ورکړي.
د يادونې ده، له يادې ستونزو سره د پکتيکا او پلازمينې کابل تر څنګ په ډېرو نورو ولايتونو هم خبريالان مخ دي او د ژر حل کېدو غوښتنه يې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










