کابل (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٨): د چين ولسمشر پردې سربېره چې وايي د افغانانو په رهبري او مالکیت د روغې جوړې همه شموله پروسې ملاتړ کوي، ژمنه وکړه چې پاکستان به د افغانستان سولې په برخه کې مرستې کولو ته وهڅوي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني قرغیزستان ته د خپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ نن مازدیګر د چین ولسي جمهوریت جمهور رئیس شي جینګ پينګ سره وکتل.
سرچينې د جمهور رئيس غني په حواله ليکلي چې افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه او له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره سیمه ییزه اجماع کې او همدارنګه د سولې له تړون وروسته د چین رول ارزښتناک او همکاري مهمه ده.
نوموړي له طالبانو سره له سولې وروسته د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه ییزه همکارۍ دوام حتمي وباله او د چین له همکاریو څخه په مننې کولو سره یې وویل، د سیمه ییز اتصال له لارې افغانستان او چین ورځ تر بلې یو بل ته نږدې کېدونکي دي.
د چین جمهور رئیس د چین او افغانستان تر منځ دوستانه مناسباتو ته په اشارې سره وویل، هېواد به یې له افغانستان سره د انکشافي همکاریو ترڅنګ د سوداګرۍ په برخه کې د زعفرانو، جلغوزیو او نورو وارداتو کچه زیاته کړي.
ده د تروریزم پر وړاندې د افغانستان د قربانیو او مبارزې د قدرداني ترڅنګ وویل، چین د افغانانو په رهبري او مالکیت د روغې جوړې همه شموله پروسې ملاتړ کوي.
نوموړي په افغان سوله کې د پاکستان همکاري مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه چې هغوی به په دې برخه کې مرستې ته وهڅوي.
غني د چین جمهور رئیس څخه په مننې کولو وویل، حکومت تلپاتې او باعزته سولې ته ژمن او د پاکستان په ګډون له ټولو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړه، د سولې پروسې له لارې به د مخدره توکو د قاچاق او فقر کچې د کمولو لپاره هم اساسي ګامونه واخیستل شي.
دغه راز ولسمشر غني د اوزبیکستان جمهور رئیس سره هم کتلي دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني او د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف نن ماسپښین پلازمېنه بېشکیک کې د سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه ییز اتصال په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو په دې ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ، ټرانزیت او سیمه ییز اتصال په برخو کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د لاسلیک شویو پروژو او تفاهم لیکونو د تطبیق بهیر د چټکولو لپاره دې ګړندي ګامونه واخیستل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP