منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د چين ولسمشر: پاکستان به افغانستان سوله کې مرستې ته وهڅوو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۸ کتنې

کابل (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٨): د چين ولسمشر پردې سربېره چې وايي د افغانانو په رهبري او مالکیت د روغې جوړې همه شموله پروسې ملاتړ کوي، ژمنه وکړه چې پاکستان به د افغانستان سولې په برخه کې مرستې کولو ته وهڅوي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني قرغیزستان ته د خپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ نن مازدیګر د چین ولسي جمهوریت جمهور رئیس شي جینګ پينګ سره وکتل. 

سرچينې د جمهور رئيس غني په حواله ليکلي چې افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه او له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره سیمه ییزه اجماع کې او همدارنګه د سولې له تړون وروسته د چین رول ارزښتناک او همکاري مهمه ده.

نوموړي له طالبانو سره له سولې وروسته د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه ییزه همکارۍ دوام حتمي وباله او د چین له همکاریو څخه په مننې کولو سره یې وویل، د سیمه ییز اتصال له لارې افغانستان او چین ورځ تر بلې یو بل ته نږدې کېدونکي دي.

د چین جمهور رئیس د چین او افغانستان تر منځ دوستانه مناسباتو ته په اشارې سره وویل، هېواد به یې له افغانستان سره د انکشافي همکاریو  ترڅنګ د سوداګرۍ په برخه کې د زعفرانو، جلغوزیو او نورو وارداتو کچه زیاته کړي.

ده د تروریزم پر وړاندې د افغانستان د قربانیو او مبارزې د قدرداني ترڅنګ وویل، چین د افغانانو په رهبري او مالکیت د روغې جوړې همه شموله پروسې ملاتړ کوي.

نوموړي په افغان سوله کې د پاکستان همکاري مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه چې هغوی به په دې برخه کې مرستې ته وهڅوي.

غني د چین جمهور رئیس څخه په مننې کولو وویل، حکومت تلپاتې او باعزته سولې ته ژمن او د پاکستان په ګډون له ټولو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړه، د سولې پروسې له لارې به د مخدره توکو د قاچاق او فقر کچې د کمولو لپاره هم اساسي ګامونه واخیستل شي.

دغه راز ولسمشر غني د اوزبیکستان جمهور رئیس سره هم کتلي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني او د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف نن ماسپښین پلازمېنه بېشکیک کې د سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه ییز اتصال په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو په دې ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ، ټرانزیت او سیمه ییز اتصال په برخو کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د لاسلیک شویو پروژو او تفاهم لیکونو د تطبیق بهیر د چټکولو لپاره دې ګړندي ګامونه واخیستل شي.

غني د افغان سولې په برخه کې د اوزبیکستان له مرستې او رول څخه په مننې کولو په ټینګار سره وویل، ټول هېوادونه دې د افغانستان د سولې پروسه کې خپلې همکارۍ همغږې، مشترکې او منظمې کړي.

همدارنګه جمهور رئیس غني او د قزاقستان جمهور رئیس د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې محمد اشرف غني او د قزاقستان جمهور رئیس قاسم جومرت توکایف د کرنې، سوداګرۍ، پانګونو او نورو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې چې په پلازمېنه بېشکیک کې ترسره شوه، دواړو مشرانو ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ په  تېرو څلورو کالو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو ته په اشارې پر لا پراختیا ټینګار وکړ.

غني تروریزم سره د جګړې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزې او سرښندنو ته په اشارې وویل، افغانستان چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، افغانانو په دې برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړي.

غني او د قزاقستان جمهور رئیس څرګنده کړه، د پانګونې، د کرنې د پراختیا، سوداګرۍ، ساختماني برخو کې همکارۍ او چارې به د دواړو هیوادونو اړوند کاري ټیمونه په ګډه سره تعقیب کړي

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست