Language

ولسمشر غني د شانګهاي سازمان سرمشريزه کې د ګډون لپاره قرغزيستان ته ولاړ

کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای سازمان په سرمشريزه کې د ګډون لپاره قرغزيستان ته ولاړ.

له ارګه د غبرګولي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني به د شانګهای همکاریو سازمان په ناسته کې د وینا تر څنګ د دې ناستې په څنډه کې د یاد سازمان د غړو هېوادونو له یو شمېر مشرانو او استازو سره هم وګوري.

له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې لوړپوړى دولتى پلاوى هم ملتيا کوي.

login or register a new account.