نیلي(پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): د دایکنډي ولایت اوسېدونکي د تقویي نوم لیکنې له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، د لارو د سختوالي له امله ښځې او معلولین نه توانېږي چې نوم لیکنه وکړي او ممکن په ټاکنو کې د ښځو ګډون کمرنګ وي.
د دایکنډي ولایت یو شمېر اوسېدونکي ددغه ولایت لارې او جغرافیه سخته ګڼي او وايي، په دایکنډي ولایت کې د تقویتي نوم لیکنې د مرکزونو کموالي یادو مرکزونو ته د خلکو په ځانګړې توګه ښځو او معلولینو د لاس رسي زمینه له ستونزه سره مخ کړې ده.
ښځینه فعالې سودابه موحدي د رایې ورکولو د مرکزونو له کمښت څخه په شکایت پژواک خبري اژانس ته وویل، د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په اړه په دایکنډي ولایت کې دټاکنو کمېسیون کړنلاره اغېزمنه او د کار وړ نه ده او ښځې به په سیاسي مشارکت کې له ګډون څخه پاتې شي.
نوموړي ددې په روښانولو چې د ولسوالۍ په مرکز کې د نوم لیکنې د یوه مرکز جوړېدل زیاتې ستونزې رامنځته کوي زیاته کړه: ((ښځې مالي خپلواکي نه لري او نه شي کولای چې په یوازې ځان د ولسوالۍ مرکز ته لاړې شي او په ناامنو ولسوالیو لکه پاتو، کجران او ناوه مېش کې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې د ولسوالۍ مرکز ته لاړې شي او پر پېژندپاڼو یې سټېکر ولګوي.))
ددې په خبره، که د ټاکنو کمېسیون کلیو ته سیار ټېمونه ونه لېږي او د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په اړه عامه پوهاوی پیل نه کړي خلک په ځانګړې توګه ښځې به له نوم لیکنې پاتې شي.
د میرامور ولسوالۍ د برګر اوسېدونکې قمرګلې پژواک ته وویل: ((موږ تېر کال د ځینو ستونزو له امله ونه توانېدو چې خپلې تذکرې سټېکر کړو، خو روان کال کې هېڅ خبر نه لرو چې بیا هم نوم لیکنه پیل شوې او کنه؟))
نوموړې وویل، تر اوسه چا ورته نه دي ويلي چې څه وخت نوم لیکنه وکړي.
د دایکنډي ولایت د خدیر ولسوالۍ ۵۶ کلنه اوسېدونکې عاقله له هغو کسانو ده چې د نوم لیکنې له مرکز څخه د لرې فاصلې له امله یې تر اوسه نوم لیکنه نه ده کړې.
هغې وویل: ((زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی او نه شو کولای چې د نوم لیکنې لپاره د ولسوالۍ مرکز ته لاړ شو.))
هغې زیاته کړه: ((زه د نوم لیکنې مینه واله یم او غواړم خپل برخلیک پر یوه رایه تغییر کړم، که زموږ په سیمه کې د نوم لیکنې مرکز موجود وي او زه وکولای شم نوم لیکنه وکړم.))
د پاتو ولسوالۍ یوې بلې اوسېدونکې شازیې پژواک ته وویل، په دې ولسوالۍ کې چې کله ښځې ناروغې شي هېڅکله د ولایت یا ولسوالۍ مرکز ته نه ځي او نارینه ورته په ټاکنو کې د ګډون هېڅ اجازه نه ورکوي.
دې زیاته کړه، په دې ولسوالۍ کې زیاتره ښځو تر اوسه نوم لیکنه نه ده کړې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP