Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تفحصاتو ادارې د سلګونو کار کوونکو د لرې کېدو په غبرګون کې اعتراض وشو

مزاشريف ( پژواک، ۲۵غبرګولی، ۹۸) : بلخ کې د تفحصاتو ادارې کار کوونکو د يوه اعتراضي حرکت پر مهال د کانونو وزارت هغه پرېکړه وغندله، چې له مخې يې په مزارشريف او شبرغان کې د دغې ادارې شاوخوا ۶۰۰ کارمندان تنقيص او له دندو لرې کړي دي.

د مزار د تفحصاتو دغه معترض کار کوونکي، چې د غبرګولي په ۲۵مه، د بلخ ولايتي شورا په انګړې کې راټول شوي وو، د کانونو وزارت ياده پرېکړه يې غير قانوني او سليقوي وبلله.

بلخ کې د تفحصاتو د کارګرانو د اتحاديې مشر انجنير غلام حيدر اخګر پژواک ته وويل، چې حکومت او کانونو وزارت حق نه لري؛ څو د يوې دولتي ادارې دومره ډېر شمېر غړي په يوه ځای تنقيص کړي.

هغه وايي، د تفحصاتو کار کوونکو د خپل فعاليت په موده کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نفتي موادو ۸ او د ګازي موادو ۷ معدنونه استخراج او ګټې اخيستنې ته يې وړاندې کړي دي.

د هغه په خبره، دمګړۍ دغې ادارې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د نفتي او ګازي موادو شاوخوا ۵۰۰ څاګانې مشخصې کړي، چې ګټه ترې واخيستل شي.

نوموړي زياته کړه،کانونو وزارت په تازه اقدام کې د بلخ او جوزجان ولايتونو د تفحصاتو شاوخوا ۶۰۰ کار کوونکي په يو ځايي ډول تنقيص او له دندو لرې کړي دي.

هغه وويل: (( که د ليدلو لپاره سترګې او د اورېدلو لپاره غوږونه وي؛ نو چارواکي دې ځواب راکړي، چې د کوم قانون له مخې د يوې ادارې دومره ډېر شمېر غړي په يوه ځای تنقيص شوي دي)).

د اخګر په خبره د دغو کارمندانو د تقاعد مودې ته هم دوه يا درې کلونه پاتې دي.

هغه وويل، چې دغه کسان تقاعد کېدو ته نږدې دي او د دې پر ځای چې تقاعد لور ته سوق شي؛ کانونو وزارت يې په ناځوانمردانه ډول تنقيص کوي او په خبره يې هڅه کېږي، چې په دې ډول دغه کسان له خپلو امتيازاتو څخه محروم کړای شي.

نوموړي زياته کړه: (( دا ۶۰۰ کسان هر يو په اوسط ډول د لس کسيزې کورنۍ مشران دي، تاسې خپله وګورئ، چې د دوی په لرې کېدو څومره کسان له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي)).

هغه غوښتنه وکړه، چې کانونو وزارت بايد ژر تر ژره په خپل دې ناځوانمردانه تصميم له سره غور وکړي.

اخګر دا هم وويل، چې د کانونو وزارت هغه مسوولين، چې د تفحصاتو کارمندان يې تنقيص کړي اصلا د دغې ادارې د چارو او موثريت په ارزښت نه پوهېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.