Language

د سرتېرو ميندې او کونـډې: له اقتصادي ستونزو سره مخ يو

خوست ښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): د خوست هغه ښځې چې خاوندان او زامن يې په جګړو کې له لاسه ورکړي وايي چې ژوند يې له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

هغوی له حکومت څخه ناراضه دي چې لاسنيوی يې نه دی کړی.

دغه کونډې او بورې مېرمنې داسې مهال له حکومت څخه خپل نارضايت ښيي، چې خلک د مور د ورځې د نمانځې په درشل کې دي.

شيرين ګله هغه پنځوس کلنه کونډه مور ده چې له خپلو دوو کونډو نږورګانو او پنځو يتيمو لمسيانو سره خوست ښار ته نږدې په يوه کرايي کور کې اوسيږي.

هغې پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې خاوند، دوه ځوان زامن او يو لېور يې په روانه جګړه کې له لاسه ورکړي دي.

دې زياته کړه، خاوند يې د پوليسو په ليکو کې له طالبانو سره په جګړه کړې وژل شوی، خو زامن او لېور يې بيا له دې کبله په نښه شوي وو، چې ګني له حکومت سره يې همکاري درلوده.

نوموړې زياته کړه: ((دا څلور سړي مو له لاسه ورکړي، د کور سرپرستي په خپله غاړه لرم. د زامنو پيسې او د خاوند تقاعد مې اخلم.په دې باندې ګوزاره کوم.))

شيرين ګله زياتوي چې که څه هم کله ناکله له دې سره د حکومت له لوري مرسته کيږي، خو وايي چې  ټولې اقتصادي ستونزې يې نه شي هوارولی او څه ته چې ډېره ځوريږي، هغه د خپلو لمسيانو راتلونکې ده.

هغه زياتوي: ((شهيدان مې هر وخت راته ياديږي، دومره سختي راباندې راشي چې ايله کلمه ووايم. خو زه وايم چې نور دې الله خير پېښ کړي. زه وايم چې د وطن په خدمت کې مړه شوي، ورک نه دي)).

ګل زري ددې ولايت بله بوره مور ده چې جګړې ترې درې ځوان زامن اخيستي دي.

نوموړې ته د دوو کونډو نږورګانو او پنځو يتيمو لمسيانو سرپرستي ور په غاړه ده اووايي چې په درې وخته ډوډۍ پيدا کولو پسې هک حيرانه ده.

دې وايي: ((داسې سړی نشته چې څوک لاس درکړي، چې خپل جيب يې ډک وي، بيا نه يتيم ته توجه کوي، نه يې بې وزله ته کوي. زه دا کور کې پرته يم، خپله سرپناه نه لرم‟.

login or register a new account.