خوست ښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): د خوست هغه ښځې چې خاوندان او زامن يې په جګړو کې له لاسه ورکړي وايي چې ژوند يې له ډېرو ستونزو سره مخ دی.
هغوی له حکومت څخه ناراضه دي چې لاسنيوی يې نه دی کړی.
دغه کونډې او بورې مېرمنې داسې مهال له حکومت څخه خپل نارضايت ښيي، چې خلک د مور د ورځې د نمانځې په درشل کې دي.
شيرين ګله هغه پنځوس کلنه کونډه مور ده چې له خپلو دوو کونډو نږورګانو او پنځو يتيمو لمسيانو سره خوست ښار ته نږدې په يوه کرايي کور کې اوسيږي.
هغې پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې خاوند، دوه ځوان زامن او يو لېور يې په روانه جګړه کې له لاسه ورکړي دي.
دې زياته کړه، خاوند يې د پوليسو په ليکو کې له طالبانو سره په جګړه کړې وژل شوی، خو زامن او لېور يې بيا له دې کبله په نښه شوي وو، چې ګني له حکومت سره يې همکاري درلوده.
نوموړې زياته کړه: ((دا څلور سړي مو له لاسه ورکړي، د کور سرپرستي په خپله غاړه لرم. د زامنو پيسې او د خاوند تقاعد مې اخلم.په دې باندې ګوزاره کوم.))
شيرين ګله زياتوي چې که څه هم کله ناکله له دې سره د حکومت له لوري مرسته کيږي، خو وايي چې ټولې اقتصادي ستونزې يې نه شي هوارولی او څه ته چې ډېره ځوريږي، هغه د خپلو لمسيانو راتلونکې ده.
هغه زياتوي: ((شهيدان مې هر وخت راته ياديږي، دومره سختي راباندې راشي چې ايله کلمه ووايم. خو زه وايم چې نور دې الله خير پېښ کړي. زه وايم چې د وطن په خدمت کې مړه شوي، ورک نه دي)).
ګل زري ددې ولايت بله بوره مور ده چې جګړې ترې درې ځوان زامن اخيستي دي.
نوموړې ته د دوو کونډو نږورګانو او پنځو يتيمو لمسيانو سرپرستي ور په غاړه ده اووايي چې په درې وخته ډوډۍ پيدا کولو پسې هک حيرانه ده.
دې وايي: ((داسې سړی نشته چې څوک لاس درکړي، چې خپل جيب يې ډک وي، بيا نه يتيم ته توجه کوي، نه يې بې وزله ته کوي. زه دا کور کې پرته يم، خپله سرپناه نه لرم‟.
ګل زري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې خو ټول عمر له غمونو سره تېر شوی، خو هيله منه ده، چې په هېواد کې به تل پاتې سوله راشي او لمسي به يې درس ووايي او ارام ژوند به ولري.
هغې زياته کړه: ((سړی بايد خپل همت له لاسه ورنه کړي. دا وايم چې خدای پيدا کړي وو او خدای مو اخلي. دا فاميل ما په سر اخيستی دی. روزي رسان الله دی، خو زه يې ورته سبب کړې يم)).
بل لور ته ددې ولايت چارواکي هم ددغو کونډو او بورو مېرمنو ياده ستونزه مني، خو وايي چې د حل لپاره يې په يوه پلان کار پيل کړدی دی.
د خوست د کار او ټولنيزو چارو رييس سيدمحمد نيکزاد وايي، ټولې هغه مېرمنې چې د کورنۍ سرپرستان يې په جګړو کې له لاسه ورکړي او دوی سره ثبت دي، شپږ مياشتې وروسته يو اندازه نغدي مرسته ورسره کيږي.
هغه زياتوي،اړونده وزارت په جګړو کې د وژل شويو کورنيو له غړو سره د استوګنې د يوې يوې نومرې ځمکې د ورکړې ژمنه هم کړې ده.
د ځينو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د هغو ښځو شمېر شپږ سوه زرو ته رسيږي چې په روانه جګړه کې يې نارينه غړي او يا سرپرستان له لاسه ورکړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








