لښکرګاه (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٨): د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت په ٩٥ زره هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي چې د تېر کال په پرتله ٢٥ سلنه زياتوالى ښيي.
د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د غبرګولي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې د دغه ولايت کروندګرو د نورو کښتونو پر ځاى د غنمو کښت ته مخه کړې ده.
هغه وايي چې د دغه ولايت په څه باندې ٩٥زره هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي چې د تېر کال په پرتله ٢٥ سلنه زياتوالى ښيى.
ده زياته کړه: ((زه کوښښ کوم چې د کروندګرو د غنمو د حاصلاتو لپاره په هلمند او نورو ولايتونو کې مناسب بازار پيدا کړم.))
الکو هيله وښوده چې هلمند به يو ځل بيا د غنمو د حاصلاتو له پلوه پر ځان بسيا شي او نورو ولايتونو ته به يې هم حاصلات صادر کړاى شي.
په دې اړه د ناوې ولسوالۍ يوه ګروندګر تورجان پژواک ته وويل چې د نورو کلونو پرتله يې سږ کال د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه ده.
دى وايي: ((حاصلات مو ډېر ښه دي خو د غنمو د حاصلاتو د خرڅلاو لپاره مناسب بازار نه لرو.))
تورجان نيوکه وکړه چې حکومتي مسوولين هر کال د دوى د حاصلاتو لپاره د بازارموندنې ژمنې کوي خو پر وخت نه عملي کېږي.
دغه راز د ګرمسېر ولسوالۍ يوه کروندګر محمد نعيم پژواک ته وويل چې د نورو کښتونو پر ځاى يې سږ کال د غنمو کر ته مخه کړې ده.
ده وويل: ((زما په شمول ډېرو کروندګرو د کوکنارو پر ځاى سږ کال غنم کرلي دي، خو حکومت بايد ورته بازار پيدا کړي، که دغه کار ونه کړي، کروندګر به يو ځل بيا د کوکنارو کښت ته مخه کوي.))
يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې.
بل لور ته د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاالله افغان پژواک ته وويل چې اړوند ارګانونه بايد د غنمو او نورو حلالو کښتونو د پياوړي کولو په برخه کې له کروندګرو سره بېلابېلې مرستې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن